د حکمتیار صیب نوي انکشافات!

شاهد (غزنیوال)

له کابل رژیم سره د حکمتیار صیب یوځای کیدو لکه څرنګه چې د رژیم توقع وه هغسي خوند یې نه ورباندې واخیست.

حکمتیارصاب هم کوم چورت چې ده ورته وهلی و هغسي نه ؛ بلکې صرف دومره وشول چې کابل ته په راتلو سره یې پخوانۍ فیسبوکې بوختیا اوس له ټلویزوني شبکو سره په څرګندونو او مرکو تبدیل شوې.

که څه هم چې د ظهور په لومړیو کې یې په لغمان ، ننګرهار او کابل کې په ناستو اوغونډو باندې ارمان پوره شو، خو هرات ته د سفر او هلته د جُمعې د خطبي په مهال د هراتي ځوان د بوټ ګوزار ورباندې هرڅه ګډ وډ کړل.

له هراته تر راګرځیدو وروسته یې بهرنی سفر پیل کړ چې هغه هم د ترکیې او سعودي ترمنځ ورباندې غوڅ اوله نامعلومې پایلې سره کابل ته راغی.

کابل خو هم هغه کابل دی چې کوڅه کوڅه یې د حکمتیار صیب په تنظیمي راکټونو زخمي او په هرکور کې یو بیګناه انسان وژل شوی او اوس یې لکه چې د هماغو شهیدانو د ارواګانو زوږ سکون او آرام ورباندې حرام کړی وي .

ځکه نو که یې د سر په خطر تمامیږي هم کله ناکله له کابله بهر تګ ته زړه ښه کړي ، خو له بده مرغه چې هلته هم له هغه څه سره مخ کیږي کوم چې ده د تنظمي جګړو پر مهال له بیدفاع کابلیانو سره کړي. (الجزاء من جنس العمل)

مونږ ولیدل چې خوست ته د څو ساعته سفر په مهال یې د خوستیانو له خوا د توغندیو په ګوزارونو استقبال وشو.

په هرصورت په دې لیکنې کې زمونږ اصلي خبره د ښاغلي حکمتیار په هغو نویو انکشافاتو باندې وه کوم چې ده له آریانانیوز سره په ورستۍ مرکه کې کړي.

په هغو کې لومړی دا چې د ښاغلی حکمتیار په باور طالبان او داعش له فکري او تنظیمي لحاظه دواړه یو دي.

او دوهم دا چې داعش یوه ایراني پروژه ده چې افغانستان ته په رالیږلو کې یې له ایراني چارواکو سره د ګډ حکومت چارواکي هم دخیل دي.

حکمتیار صیب د دې مرکې په مهال هغه څه ټول هیر کړي چې ده یو مهال طالبان او داعش یو د بل مقابل (ضد) بلل او خپلو (مجاهدینو) ته یې د داعش ترڅنګ دریدو توصیه کړې وه.

هغه مهال به ښاغلی حکمتیار داعش، اسلامي دولت باله او پر مشهور لیکوال او سیاسي مبصر وحید مژده باندې له دې امله سخت په غوسه شوی و چې ولي یې ابوبکر البغدادي ته په خپلې لیکنې کې د مجهول الهویه اصطلاح کارولې.

خیر تغیر موقف او تغیر قول خو د حکمتیارصیب په ذوحیاتین ژوند کې نوې خبره نه ده ؛ بلکې په عین همدې مرکې کې یې په خپلو خبرو کې دومره تناقضات شته دي چې د ده د فکري تذبذب او ذهني تردد استازولي کوي.

که وخت او ژوند و د جناب حکمتیار صیب د نوې مرکې تناقضات به په بلې یوې ځانګړې لیکنې کې له درنو لوستونک سره شریک کړم.

به هر رنګي که خواهي جامه میپوش … من از طرز خرامت میشناسم …

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.