افغانستان

دفاع وزارت: د مخالفینو پر ضد تبلیغاتي اعلانونه بهرنیان جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، د دولت او بهرنیانو د وسله والو مخالفینو پر ضد اعلانونه بهرنیان جوړوي او د دوی له همغږۍ پرته يې پخپل سر خپروي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د دې اعلانونو پر اخلاقي، تبلیغاتي، دیني او رواني تېروتنو اعتراف کړی او په وينا يې دا ستونزه يې له بهرنیانو سره شریکه کړې ده.

وزيري وايي، دا اعلانونه د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري خپاره شوي او دوی پکې کوم لاس نه لري.

waziri
دولت وزيري

د امریکا له یرغل وروسته د امریکا او افغان حکومت پر ضد ولاړو وسله والو اړوند په تلویزوني، راډيويي او چاپي خپرونو کې سلګونه اعلانونه خپرېږي چې ډېری يې ګڼې تېروتنې هم لري.

که څه هم دې اعلانونو کومه مثبته پایله نه ده لرلې او په خواله رسنیو کې يې طنزي شکل خپور کړی او کله چې هم کومه موضوع بې اهمیته ښوودل کېږي تبصره کوونکی يې په پای کې لیکي: « څه چې مو ولیدل یو سوداګریز اعلان و.»

هغه رسنۍ چې دغه اعلانونه خپروي د هر اعلان په پای کې دا جمله تکراروي چې غواړي خپل مسوولیت له اوږو واړوي.

دا اعلانونه چې کله کله پکې له دیني نصوصو هم په غلط ډول ګټه اخیستل کېږي، له رواني اړخه هم پر لیدونکو او اورېدونکو بد تاثیر لري.

بهرنیان د دې لپاره چې د دوی پر ضد ولاړ وسله وال د رسنۍ مخاطبینو ته د کرکې وړ معرفي کړ، د انساني بدن نیمې سوځېدلې ټوټې هم پر تلویزونونو ښيي.

د رسنیو د قوانینو له مخې هغه څه د نشر وړ باید ونه بلل شي، چې د مخاطبینو پر روحي وضعیت بده اغېزه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x