افغانستان

اوریا:که څوک غواړي کنه؛ راتلونکې ټاکنې به موږ ګټو

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم غړي،فضل الرحمن اوریا له یوې شخصي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې که څوک وغواړي کنه؛ راتلونکې ټاکنې به د اصلاحات او همګرايي ټیم ګټي. نوموړي د سپوږمۍ په نامه د شخصي راډیو په ګردي میز کې په پوره صراحت سره وویل، چې که په راتلونکو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی شل سلنه رايې هم نه شي، ګټلای.

فضل الرحمن اوریا وویل، چې په تېرو ټاکنو کې چې د مطلق اکثریت خبره مطرح وه، زموږ او د اشرف غني د ټیم پوره یومیلیون د رایو توپیر و، او دا چې په راتلونکو ټاکنو کې به نسبي اکثریت مطرح وي، موږ به يې ګټو.
فضل الرحمن اوریا چې افغان ورځپاڼه لیکونکی او د ډاکټر عبدالله د ټیم پلوی دی، پر دې باور دی چې راتلونکې چې راتلونکې ټاکنې به د دوی ډله ګټي.
د اوریا خبرو ته په کتو د افغان ولس هغه اندېښنې بیا زور اخلي، چې د تېرو ټاکنو په څېر به په راتلونکو ټاکنو کې هم د ګوتو په شمیر ګډونوالو رايې هیڅ ارزښت ونه لری. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګڼ شمېر هېوادوال د بې باورۍ او نا امنۍ له امله راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي.
مخکې هم د ډاکټر عبدالله د ټیم یو پلوي په یوه شخصي تلویزون کې ويلي و، چې که چېرته له دوی پرته بل څوک ارګ ته ننوځي، په هېواد کې به د وینو ویالې وبهېږي.
یاده دې وي چې افغان ولس د ارزښتونو په سر سوداګر د سیاسیون په نامه نه پېژني، هغوی اوس پوی دی چې همدا خلک زموږ په ارزښتونو سودا کوي او هغه چې یو بل به يې بې ناموسه ګڼل نن سره په یوه دسترخوان دي.
داپه داسې حال کې دی، چې راتلونکو ټاکنوته پوره شل ورځې پاتې دي. او په ولایاتوکې د طالبانو پرلپسې بریدونو او د افغان ځواکونو د پوستو تسلیمي او له منځه تلل ښايي راتلونکې ټاکنې په دولتي مقرونو پورې محدودې کړي.
د شنونکو په باور د اوریا یاد اخطار د دوی پر نورو اخطارونو سربېره دومره کولای شي، چې په ټاکنو کې په زور ګډونکونکي هم په خپلو رایو بې باوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x