عطامحمد نور: حکمتیار د «کفارو په موجودیت کې تسلیم شو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په بلخ کې جنجالي واکمن عطامحمد نور تېره ورځ په شاوخوا ۱۶ ولایتونو کې د لاریوني ګواښ تر څنګ د انجینر ګلبدین حکمتیار په اړه هم څرګندونې وکړې.

نور وویل، انجینر ګلبدین حکمتیار معلوم دريځ نه لري او څو ځلې يې پر خپلو دریځونو پښې اېښې دي.

هغه پخپله ژبه وویل «هغه یو لافوک او پوفوک انسان دی.»

عطامحمد نور د حزب اسلامي امیر انجینر ګلبدین حکمتیار ته د پېغور په ډول ویلي چې د کفارو په موجودیت کې تسلیم شولې.

هغه حکمتیار ته خپل هغه دريځ ور یاد کړ، چې پکې يې ګواښ کړی و، چې که د یو امریکايي په موجودیت کې هم له حکومت سره یو ځای شو، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتي به نه وي.

هغه په تمسخرانه انداز وویل، اوس تر پنځوسو ډېر کفري هېوادونه دلته لسګونه زره عسکر لري او دی يې تر چتر لاندې تسلیم شو، «شرم هم ښه شی دی.»

US-american-soldiers-afghanistan-enduring-freedom-illustrated-history-pictures-images-photos-020

نور ويلي، اوس تر پنځوسو ډېر کفري هېوادونه دلته لسګونه زره عسکر لري او يې تر چتر لاندې تسلیم شو

وړاندې تر دې هم نوموړي د انجینر ګلبدین حکمتیار اړوند تبصرې کړې دي، خو تازه څرګندونې يې وروسته له هغه کړې چې د ګډ حکومت دواړه مشران يې هم له اسلامه لري بللي او ولسمشر غني د «فیل» سورت پر تلاوت ننګولی.

د شنونکو په باور د ارګ او بلخ په لانجه کې د عطامحمد نور ټینګ پاتې کېدلو یو علت دا دی چې حکومت پخپله د اساسي قانون خلاف رامنځته شوی او بې له کوم قانوني مشروعیت نه لا هم پر مخ روان دی.

انجينر ګلبدين حکمتیار د ۱۳۹۵ لمریز کال په تله میاشت کې له حکومت سره د سولې په نوم تړون لاسلیک کړ او د روان کال د غويي د میاشتې په ۱۴مه کابل ته راغی.



3 تبصرې

  1. فرهاد افریدی

    سگ زرد برادر شغال است.اشرار اشرار دی که هغه تسلیم شوی او که په دوه سری حکومت کی دی،

  2. الحاج استاذ بیانزی

    د عطا نور دغه خبره د هغه فاحشی خبره ده چه خبل لونډان په بله فاحشه تپی. تر اوسه یی د خرزی او غویی د قوماندی لاندی ډالری معاش ترلاسه کوو او اوس یی هم تر لاسه کوی مګر اوس چه یی له دندی لیری کوی عطا مجاهد او دغنی سره ګلبدین ببو یو ځای کیدل ناسمه کار دی غنی ، ګلبدین او عطا او د دوی ټول چه په دغه غلامه اداره کی ننوتی مهمه نه ده چه رسمی دنده لری که یی نه لری ، او رسمی دندی یعنی فساد او غصب نور د حکومت بوم دوی څه دندی لری ، دوی ټول د امریکا غلامان او د هیوادوالو دشمنان او د الله ج دشمنان د ی

  3. د ګران افغانستان او دولس په وړاندی پیژندلشوئ جفاکار قصاب ګلبیدین چی دظهور په لمړیو کی یې د آی اس آی له چپ جیبه د سی آی ای راسته جیب ته په مړو ستګو ورټوپ کړ، نو په لغمان،ننګرهار او کابل کی هم ،په ناستو اوغونډو باندی ارمان پوره شو،خو هرات ته دسفر او هلته دجمعې دخطبې په مهال دهراتی وطنپال ځوان دتاریخی طلايی بوټ ګوذار ورباندی هرڅه ګډوډ ، او دبی عزتئ دویاړ په شیبو کی په عام محضر کی جینګه خوله پاتی شو.(الجزاء من جنس العمل) .ددغه الماسی بوټ ګذار دهغه په ناپاکه ټټر ،له لګیدو وروسته د عزیز الفت، مجروح،جنتخان غروال،ډاکتر عصمت،قاری مجید شکیوال،پکتین، جنرال کټواځی، دمیدان وکیل نورعلم مظلومیار،خطیبی،نعیم سلام،چینزایی،ډاکتر لودین،او په سلهاوو مهاجر افغان ارواحې دغه قاتل څه نا څه وشرماوه او،له خوه لو ډک، دده په لاس وران شوی دارالامان ته یی چی په تنظیمی راکټونو زخمی او هر کور کی یی یو بیګناه انسان په خپل راکټ باران کی وواژه، له خپلو نورو بی همتو اڼډیوالانو سره تشریف راوړ. هغه دارالامن چی دغه کم عقل په خپله خوښه ړنګ او ښایسته کوڅې يې غوبل کړې، او اوس دغه دخدای او رسول او مظلوم ولس رښتنی دښمن دغربی استعمار ګرو په ملاتړ دغه ښایسته ماڼۍ ته څیرمه هستوګنه او له مساله داره همبرګر،چیزبرګر او چپس نه نیولې تر کاغذ دشناب پورې صليبی انډيوالانوو ورته برابر کړيدي. خیر تغیر موقف اوتغیر قول خو دګلبیدین صایب په ذوحیاتین ژوند کی نوې خبره نه ده. هغه کوم معلوم دریځ نلری لکه اوس چی دکفارو په شتون کی دغه زهرجن تسلیم شوی دی. دغه په ایتلافونو کی فوقاالعاده سابقه دار او اوسنۍ لاسپوڅئ افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره نه ده راوستل شوئ بلکی دراتلونکی نورو ناخوالو ، مصیبتونو او جدیدالشکل تنظیمی جګړو، لکه دطالبانو به وړاندی او دداعش پوره ملاتړ په موخه چی خدای او رسول خپه او خپل غربی روزی رسان باداران او غلام غنی خوشحاله وساتی راوستلشویئ دئ.« هرهغه آواز چی بوی دنفاق کړی دشیطان آواز ده»
    د ارواښاد الفت صایب پاکه ارواح او دهغه لاندنی شعر هغه او دهغه ملاتړ یارانو ته ډالۍ کوم.
    ځان چیرته غلام کړه که په نورو باداري کوې- سرټیټول زده کړه که کارونه سرکاری کوي
    هلته زورور ته په ګنډه لاس په نامه اوسه- دلته که فرعون غوندې پرموږ کلانکاري کوي
    په ډير درنښت

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.