د سټیو کول نوی کتاب او د تاریخ مختوري

أبوعابد

د امریکا وتلي پلټونکي ژورنالیست او ( د پیریانو جګړې) نومې کتاب لیکوال سټیو کول په دې وروستیو کې د( ایس ریاست)  په نوم خپل تازه لیکل شوی کتاب چاپ کړی دی.  سټیو کول په دې کتاب کې د سبتمبر له حملې وروسته بیا په افغانستان کې د امریکا د یوې نیمې لسیزې جګړې تر وخته بیلابیل پټ معلومات او رازونه افشاء کړي دي.

دا کتاب چې تراوسه یې پوره نسخه پښتو یا دري ژبې ته نه ده ژباړل شوې او د محتوا ډیرې کیسې یې لا هم پټې  پاته دي، ځیني لومړني رسنیز شوي معلومات یي ښيي چې د امریکایي یرغل له پوځي، استخباراتي او سیاسي ملګرو، جاسوسانو او ګوډاګیانو یې پرده پورته کړې او د ټولو د غدر، دین پلورنې، وطن پلورنې او ملت پلورنې جنایات یې بربنډ کړي دي.

په کتاب کې د احمد شاه مسعود، امر الله صالح، حامد کرزي، سیاف، قانوني، فهیم ، خلیلي، ګل اغا، دوستم او نورو هغو غدارانو چې د امریکایي یرغل لپاره یې د مقدمة الجیش رول ولوباوه، د هغوی جنایات او جفاکارانه کردارونه یو یو بیان شوي او زموږ په کور د راختلیو یرغلګرو لپاره د ګوډاګیانو کړي خدمتونو او جاسوسۍ یې یې په زور او زیر بیان کړي دي.

په داسې حال کې چې دغه کتاب د امریکا د سرټیټو غلامانو له کردار څخه پرده پورته کوي. بالمقابل د هغو اتلانو سرلوړي مواقف او ویاړمن کردارونه یې هم جوت کړي چې د امریکایي طاغوت په وړاندې په ټول متانت هسک سرونه ودریدل او د بوش او بلیر فرعوني ګواښونو یې اسلامي غرور  او افغاني پرتم اغیزمن نکړای شو.

په کتاب کې د احمد شاه مسعود په اړه لیکل شوي چې سي آی اې، د ایران سپاه پاسداران، د هند او روس استخباراتو ورته نغدې پیسې ورکولې او نوموړي د لندن په یوه بانک کې شپیته میلیونه ډالر جمع کړي ول. د امر الله صالح په اړه یي لیکلي چې نوموړی مسعود له اتونورو کسانو سره د امریکا د سي آی اې مرکز لانګلي ته لیږلی و تر څو ورته امریکایي استخبارات د جاسوسۍ ټریننګ ورکړي. د سیاف په اړه یی لیکلي چې د امریکا لومړني استخباراتي استازي ګري شرون په پنجشیر کې یو لک ډالر ورکړل تر څو یې د امریکایي یرغل لپاره د دغه بګیل شیخ وفاداري رانیوله. د کرزي په اړه یې لیکلي چې د طالبانو له محاصرې نه امریکایي څرخکو ویوست، دپاکستان په جیکب اباد کې یې دامریکایانو اډې ته ورساوه او له هغه ځایه یې له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې زه له روزګانه خبرې کوم.

خو . . .

خو همدې کتاب د یوه بل تن په اړه کاملا بل وړ حکایت کړی دی. هوکې ، د سټیو کول په نوي کتاب کې د د ملامحمد عمر مجاهد په اړه راغلي چې کله نوموړی د امریکا او درستې غربي نړۍ ګواښونو او فشارونو ته خم نه شو، نو امریکا یي د وژلو حتمي پریکړه وکړه، په افغانستان د یرغل د پیل په لومړۍ شپه یې درې ځله په هغه برید وکړ، یو ځل له خپل دفتر سره، بل ځل له کندهار نه بهر له یوه کور سره او بل ځل په یوه مسجد کې. خو ملامحمد عمر د امریکایي الوتکو له مسلسلو بریدونو روغ ووت چې بیا یي سي آی اې له ټولو هڅو سره سره د میشت ځای درک ونه لګاوه.

د سټیو کول نوی کتاب د غدارانو او اتلانو یو ګډ داستان دی. په دې کتاب کې د هغو کیسې هم شته چې دامریکایي یرغل اشرباڼي و او د بي دوه پنځوس الوتکو تر سیوري لاندې د خپل دین او هیواد د ختمولو لپاره جنګیدل خو دا کتاب د هغو مجاهدو اتلانو کیسې هم لري چې په تش لاس د ټول کفر په مقابل کې په هسکه غړۍ ودریدل، خپلې سینې یې د امریکایي بمونو مخ ته سپر کړې او په خپل مقاومت او پرتمین عزم سره یې حتی د سټیو کول په شان د غربي لیکوالو سترګې هم وبریښولې.

د دا ډول کتابونو له چاپ څخه معلومیږي چې که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي. خیر دی که د نن ورځې په ترازو باندې غداران د اتلانو په نسبت درانه تلل کیږي. مګر دتاریخ په محکمه کې هیڅوک خپل برخلیک نه شي بدلولای، د تاریخ قاضي به ضرور د ملامحمد عمر په شان نه ماتیدونکو افغانانو باندې د اتلانو حکم کوي او د مسعود، کرزي به د شاه شجاع په شان د تاریخ مختوري او د کفري یرغلګرو کرایي ګوډاګیان بولي.

 



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

5 تبصرې

  1. مجيب الرحمان

    ډېر ښايسته قلم مو تاند اوسه
    هرڅه بربنډ دي هېڅوک د بز شادګل نه او د لستوڼو مارانو نه اتلان نشي جوړولاى، دا ټول د اتلانو، مجاهد او شېخانو القاب ورته د دوى معامله ګرو ورکړي او ستايلي دي. د دوى دې أخرى جهنم ځاى وي. مرګ پر ګوډاګيانو. د خپلواکو افغانانو د روانې مبارزې د بريا په هيله.

  2. مرگ په گوداگيانو او د صليب غلامان دير په بي شرمي مني چي موژ ورسره و يعني د صليب په خدمت ته زان نه هم تير ول

  3. الحاج استاذ بیانزی

    ابو عابد صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی چه د امریکایی لیکوالانو په تفکر او لاسو لیکل شوی کتاب ( چه د روان جهاد په اړه حقایق په ډاګه کړی ) هیوادوالو او نړیوالو ته په ګوته کړی . مګر دا مو نه دی لیکلی چه دغه کتاب به څرنګه او له کومه ترلاسه کړو ، ایا د غه کتاب په پشتو، فارسی ، عربی اردو او نورو کوم ژبو تر اوسه ژباړل شوی که نه ؟
    تاسی د دغه کتاب کومه کاپی لری ؟ په انلان کی ترلاسه کیږی ، که کیږی مونږ اماده یو چه ویی ژباړو یا تاسی او بل کوم ورور که یی ژباړی زه هم ورسره زباړلو او مالی اړخ کی ورسره لاس اړونه ولرم ، مګر یو ځل د دغه انکلیسی کتاب د لوستلو اړه ده چه نور په کی څه لیکل شوی کله کله کفار په ښو خبرو کی ډیری مهمی بدی خبری هم تیروی او خلک یی د هغو ښو خبرو د اوریدلو له امله باوروی ښه مثال یی د پښاور د پشتو قصص الانبیا او داسی نور کتابونه دی ځنیو مسلمانانو ته رشوت ورکول شوی چه دغه تحریفات وکړی تر څو د خلکو ذهنیتونه د تل د باره بدل کړی .
    عابد صاحب ، که تاسی په دی اړه پلټنه وکړی او د هغه کتاب ادرس مونږ او نورو لوستونکو ته په لاس ورکړی دعاګانی به درته وکړو مننه

  4. مختوری دی شم که په کتاب کی د ذکر شوو کسانو د دفاع اراده او نیت لرم، نن ورځ په کتاب کی ذکر شوی څیرې ټول وګړی پېژنی خو خبره داده چه:
    د غربی ژورنالیسټانو د افشاء کوونکو او بربنډ کوونکو بیانونو تر شا نور تور تور او شوم اهداف او نیتونه نغښتی دی. دوی زموږ د عام ؤلس د تنویر پخاطر دا ډول کتابونه نه خپروی بلکه هدف ئې زموږ د خلګو د روحیاتو کمزوری او تضیف او پاشنه او همدارنګه د ملی اتحاد انکسار او ماتونه ده.
    د مثال په ډول ریچارد سون ؤ که څه بړوه ؤ، یو امریکائی تکړه ژورنالیسټ ؤ چه د مجاهدینو! په بغل کی ئې ډېره موده کار کړی ؤ او د شوروی د یرغل په لس کلنه موده کی ئې د حالاتو څارنه کول او ډېری لیکنی ئې زموږ د هیواد د جنګی حالاتو په هکله هم کړې وی، یو څه موده زه هم ورته خوشبین او د لیکنو ملاتړ می ئې کاوه خو کله چه پوه شوم چه په کومه لیکنه کی ئې د فلسطینی مبارزینو په هکله چرندیات لیکلی او امپریالیسټی او استعماری دریځ نیولی ؤ نو می سخته کرکه ترې وشوه بناً هیله مند یم چه د غربی لیکوالانو کوم چه زموږ په هکله ئې هر څه لیکلی دی، باید ډېر محتاط اوسو او اصلاً لیکنو ته ئې هیڅ اعتناء ونکړو.
    اصلاً بله خبره:
    احمد او محمود او زه او بل مثلاً ملی خائنان یو، د ډالرو او روبلو په بدل کی مو ځان او وطن خرڅ کړیدی ،اوس که یو اهل صالح!!!! شخص زموږ خائنانو د خیانت په هکله یو څه لیکی نو ولی دومره شهامت او غیرت نلری چه د هغه چا غندنه هم وکی کوم چه زه ئې دې خیانت ته هڅولی یم.
    د حقوقی او قضائی اصولو په رڼا کی هم غل مجرم دی او هم هغه څوک کوم چه د غله څخه د غلا مال رانیسی.
    د اروپائی هیوادونو له جملې څخه د سویډن هیواد یوازنی هیواد دی چه د سِکس رانیول جرم ګڼل کیږی. دلته په سویډن کی فاحشی نشته البته پټی شته خو که یو نر ولیدل شی چه د پیسو په مقابل کی د کومی ښځی سره جنسی ارتباط ولری او د پولیسو لخوا ونیول شی سخته جزا ورکول کیږی چه البته ځان خرڅوونکی ښځی ته هیڅ جرم متوجه ندی بلکه یوازی نارینه مجرم ګڼل کیږی البته د یو سِکسی دلال یعنی مُرده ګو جرم هم ډېر دروند ګڼل کیږی که ئې د مُرده ګوی جرم ثابت شی څلور پنځه کاله زندان لری.خو زموږ په وطن کی کیسه بله ده………زموږ په وطن کی د مُرده ګو عزت !!!! کیږی او …….

  5. د دین او وطن خاینانو تباه او برباد شی دا مو د دنیا شرم اخرت مو هم د سوڅیدونکی دوزخ په سرو لمبو کی شه خاص کر خو ډیر د نفرین وړ کس سیاف دی لوی شیطان دی جهنم ابدی یی نصیب کړی دا نور خو لا له پخوا ګډوډ و

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.