پښتانه!!!

راپورته وي نهنګه! ستاپه ننګه پښتانه
تاريخه کم دې نه وي، ستاله څنګه پښتانه

راپورته به شي بيا، په ملا مات، بني طالوت
راپورته به شي بيا،له ورک ګړنګه پښتانه

درزا دې د غزا دډول څه غلې ده نقاده!
څه تم کړل مادياتو، ستاله ډنګه پښتانه

نور امن، او نور سوله، له دې تږيو زړونو اورم
نور خدايه! ستړي شوي دي له جنګه پښتانه

پښتون به د پښتو په تله سپک تلي نړۍ
که ول يو څو بدرنګه، ستاپه رنګه پښتانه

پرې تل راويښوه ،حسيني ورک ويده زلمي
کاڼه دې چيرې مه شه ،له اهنګه پښتانه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عزيزالرحمن حسيني



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.