نړۍ

پاکستاني طالبانو د خپل مرستیال مشر وژل منلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل):پاکستاني طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د خپل مرستیال مشر خالد سجنا وژل تائيد کړي.

د تحريک طالبان پاکستان له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ليکل شوي چې څلور ورځي وړاندي يې مرستیال مشر خالد محسود چې په خالد سجنا سره يې هم شهرت درلود د شمالي وزيرستان په ګورویک سیمه کې د بې پيلوټه الوتکي په بريد کې وژل شوی.

پاکستاني رسنيو څو ورځو وړاندي د بې پيلوټه الوتکي په بريد کې د خالد سجنا د وژل کېدو راپورونه خپاره کړي وو خو پاکستاني طالبانو نن د خالد سجنا وژل رسماً تائيد کړل.

خالد سجنا د ۲۰۱۴ م کال په اکتوبر میاشت کې د امريکايانو په تورلیست کې شامل او د امريکایانو هدف ګرځېدلی وو چې بلاخره يې د تېري پنجشنبې په ورځ د هوايي بريد په ترڅ کې له منځه يووړ.

پاکستاني طالبان وايي موږ په خپل تشکيل کې د محسود حلقې له طالبانو سره تر مشورو وروسته د خالد سجنا ځای ناستی مفتي نور ولي محسود وټاکه.

د مفتي نور ولي محسود په اړه ويل کيږي چې د تحريک طالبان پاکستان د پخواني مشر بیت الله محسود نژدې او اعتمادي کس دی ، مفتي نور ولي وړاندي هم د تحريک طالبان پاکستان په تشکېلاتو کې پر مهمو مسؤليتونو پاته شوی او د طالبانو پر تېر تاريخ يې يو کتاب هم لیکلی.

د اعلاميې وروستۍ برخه ليکي چې مفتي نور ولي محسود د طالبانو له پاکستاني مشر ملا فضل الله سره د بیعت تجديد هم کړی.

خالد سجنا چې د جنوبي وزیرستان د زنګړا سيمي اصلي اوسېدونکی وو د ۳۸ کلنو په عمر د امريکايي بې پيلوټي الوتکي هدف ورګرځېد او له دې نړۍ وکوچېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

دا نوم يې والله که د سم انسان وي الله دې دوى تباه کړي پاکستان ته پښتانه وژني.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x