افغانستان

د کندهار محبس ساتونکو سیاسي بندیانو ته سختې شکنجې ورکړې

نن ټکی آسیا: د کندهار زندان ساتونکو تېره شپه د زندان یو شمېر سیاسي بندیانو ته ډول ډول سختې شکنجې او نور تعذیبونه ورکړي دي.

د طالبانو ویاند په خپله خبرپاڼه کې د یوې باوري سرچینې له خولې ویلي، چې چې د کندهار د لوی محبس ساتونکو د پولیسو په مرسته د جنايي بلاک څخه یوولس تنه سیاسي بندیان لومړی له نورو زندانیانو بېل کړي او بیا یې سختې شکنجې ورکړې دي.

د قاري محمد یوسف احمدي په خبره، د کندهار زندان ساتونکو له بندیانو سره د ناوړه چلند په لړ کې دا ځل بیا پر سیاسي بندیانو خپل سخت زړونه تش کړي او د مرګ تر بریده وهل ډبول یې ورکړي.

د سختو شکجنو له کبله د ځینو بندیانو پښتۍ ماتې شوې دي.

د زندان یوه مؤظف ډاکتر هم یاده پېښه تایید کړي او د وهل شویو بندیانو روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ بللی.

ویل کېږي، چې د کندهار د لوی محبس ساتونکو له بندیانو سره د دې ناوړه چلند سربېره ځينې نورې مشکوکې کړنې هم ترسره کړي او ګواکي د یو شمېر هغو بندیانو دوسیې یې هم شا ته غورځولي چې د ځينې فرمانونو له لارې يې په جزاګانو کې تخفیف شوی او یا یې د بند موده کمې شوې دي.

د طالبانو ویاند په دې باب د بشري حقونو له فعالینو او رسنیو څخه د جدي پلټنو غوښته کړې : «مخکي هم د کندهار په لوي محبس کي له بنديانو سره د چارواکو ناوړه چلند او ظلمونه تر سره سويوه او دادی تر اوسه لا هم دوام لري خو رسنۍ او د بشرد حقوقوتش په نامه مدافعين تر اوسه ندي توانېدلي چي په کندهار کي د کرزي رژيم د بدمعاشانو او وحشي لنډه غرو له ظلمونو د پردې پورته کولو جرئت وکړي او له دغه مظلوم او بې دفاع قشر څخه خپل ملاتړڅرګند کړي. »

د یادونې وړ ده ، چې د کندهار چارواکو او ځايي رسنیو تر دې مهاله د قضیې په اړه غلي دي او کوم غبرګون یې نه دی ښودلی.

د افغانستان زندانونه د سیمې په کچه د شکنجو او تعذیب تر ټولو وحشي او خونړي زندانونه شمېرل کېږي. د موثقو سرچېنو په اساس په افغانستان کې د امریکا له تېري وروسته د په واک راغلي نظام له پيل سره جوخت په بېلابېلو تورونو او شکونو سلګونه بې ګناه هېوادوال نېول شوي، شکجنه شوي او د اوږدو مودو لپاره زندانونو ته اچول شوي چې ځینې خو یې آن د رشوتونو د نه ورکولو او د زندان د ناوړه شرایطو له کبله له ژونده هم بې برخې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x