ilam

اسلام د عصري علومو زده کړه په مؤمنانو فرض کړې‎

لیکوال عزام حقاني

اسلام د رهبانیت دین نه ده چي یو شخص دي له ابادیو او ښارونو لري په ورانه او ویجاړه کنډواله کي دالله عبادت وکړي، بلکي اسلام هر شخص مکلف ګرځولی چي دانساني ټولنې دنجات او پرمختګ لپاره داسلام په اصولو برابر کار وکړي، داسلام مقدس دین هیڅ کله هم څوک دترقۍ څخه منع کړي نه دي ، لکه څنګه چي الله جلاله فرمایې: وَأَعِدٌّوْا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُم مِنْ قُوَّةٍ….الایة .الانفال /۶۰ ژباړه : اوددي کفارو په مقابل کي تیار کړی دجنګ لپاره څومره مو چي په وس وي دقوت څخه .

او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په ګڼو احادیثو کي مسلمانان هڅولي چی وسله جوړه کړي ، چي دهغو له جملي څخه : ارموا بني إسماعيل فإن أباكم كان راميا ارموا وأنامع بنى فلان الخ . رواه البخاری کتاب الجهاد والسیر باب التحریض علی الرمی عن سلمة بن اکوع.

‘ژباړه: داسماعیل زامنو! ویشتل کوئ ځکه ستاسو پلار هم تیر انداز وو دغشو ویشتلو لوبي ته دوام ورکړئ زه له فلان ګروپ سره یم.

د ټولو علماؤ په دي خبره اتفاق دی چي داسلحو څخه مطلب یوازي توري اونیزي نه دي بلکي دزمانې مروج ټوله اسلحې پکي شامل دي او زده کړه یې په مسلمانانو لازم دی. کتاب الجهاد / مؤلف الامام الحافظ المجاهد عبدالله بن المبارک : المتوفی ۱۸۱ هجري ترجمه وتشریح مولوي نور الحق. صفحه: ۲۳۹

نو هغه زمانه کي تقریبا ټوله نړۍ کي همدغه توري، غشي وغیره وسائل کاریدل، چي مسلمانانو پوره مهارت پکي درلوده، چي په دي سره اسلامي ټولنه دجنګي ضرورت وړ وسائلو دجوړولو له کبله تقریبا خود کفاه وه.

نو نن که هم مسلمان انجینران او کارپوهان دغه وسائل جوړوي او یا هم دنویو وسلو اختراع کوي هغوی ټولو لپاره ذکر شوي فضائل دي. تر کومه وخته چي اسلامي خلافت قائم وو نو د اختراعاتو او انکشافاتو په برخه کي هم اسلامي امت له نورو ملتونو څخه وروسته پاتي نه وو، آن چي دټولو عصري علومو لکه ریاضي، فزیک، کیمیا، بیلوژي، هندسه او طب مؤسیسین همدا مسلمانان وو، چي کله اسلامي امت د اروپایانو تر حملو لاندي راغی همدا علوم اروپایانو دمسلمانانو له کتابتونونو څخه غلا او یا هم دخپلو غلامانو په توسط یې یو وړل او خپلو ژبو ته یې وژباړل او ځانته یې منسوب کړل، او مسلمانانو ته یې دا ور پریښودل چي تاسو ددي علومو دزده کړي دجواز او عدم جواز خبره سپینه کړی، متأسفانه چي همدا لړۍ تر ننه پوري روانه ده چي یو شمیر مسلمانان دعصري علومو زده کړه فسق او زده کوونکي یې فاسقان بولي، حال داچه داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم مسلمانان د همدي علومو زده کړي ته تشویق کړي او د دائمي کامیابي او جنت زیری یې ورکړی.

دټولو هغو علومو زده کړه په مسلمانانو فرض ده چي اسلامي ټولنه ورته اړتیا لري.

ورونو اسلام مبارک دین لکه څنګه چي سوچه او سپیڅلې عقیده غواړي همداسي ددي سوچه عقېدې دساتلو او خورولو لپاره عصري علومو ته اړتیا لري او الله جل جلاله پر مسلمان باندي دهغو زده کړه لازمه ګرځولې او په نه زده کړه یې دټولنې ټول وګړي ګناهګار او مسؤل دي ،

نو د داځیني وروڼو لیکنې چې زه ګورم چي دوی دعصري علومو په خلاف لیکلې او لوستونکي یې ددوی په ګمان د دنفرت وړ دي، هیڅ اسلامي نظر نه ده ، بلکه په ښکاره او تعصب ناپوهۍ بناء دی.

هو! موږ باید داسي کارو کړو چي دعصري علومو زده کړیال مو په خالصه اسلامي عقیده سمبال او د دیني زده کړو طالب مو له عصري علومو سره شناخت ولري، نو هله به بیا اسلام او مسلمانان په عزت کي وی ، او هم به دیو اسلامي نظام درلودونکي یو.

دمسلمانانو داتحاد په هیله

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د