په ناحقه د مسلمان وژل

لیکوال : شبیر احمد عثماني

د مؤمن مسلمان په نا حقه يعنې د شرعي اجازې پرته وژل لویه ګناه ده، ځکه الله جل جلا له فرمايي:
﴿ وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ﴾ [النساء: ۹۳].

ژباړه: څوک چې مؤمن په قصدي توګه قتل کړي، سزا به يې همېشه دوزخ وي، او د الله ﷻ غضب او لعنت به ورباندې وي او الله ﷻ لوی عذاب ورته برابر کړی دی.

که څه هم مسلمان هرڅومره ګناه وکړي خو الله ﷻ دايمي جهنم نه ورکوي، مګر دلته الله ﷻ قاتل ته د دايمي سزا یادونه کړې ده، دا په دې معنی نه ده چې په قتل به الله ﷻ دومره ستره او اوږده سزا ورکوي، چې بېخي دايمي سزا سره ورته والی لري.

او یا دا چي ځينې علماء بيخي په دې آند دي چې د قتل په کولو سړی بېخي له ایمانه وځي. ځکه نو د قاتل لپاره همېشه د جهنم سزا ده.
په يو حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ»، قَالُوا : يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَا هُنَّ ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللَّهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ، وَأَكْلُ الرِّبَا، وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلَاتِ» (متفق عليه عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ).

ژباړه: يعنې له اوو هلاکوونکو شیانو ځانونه وژغورﺉ! ، چا ورته وویل : هغه څه شی دي یارسول الله ؟ هغه وویل : له خدای سره شریک نیول ، شح اوبخل ، په ناحقه د یوه انسان وژل ، سود خوړل ، دیتیمم مال خوړل ، په غزا کې تیښته کول او په ناخبره مسلمانو میرمنو تهمت لګول .

په پورتني حديث کې رسول الله ﷺ د اوو بربادونکو شیانو څخه يو د مسلمان ناحقه وژل هم یاد کړي، يعنې دا چې د مؤمن وژنه د ځان بربادول دي.

همدارنګه الله ﷻ فرمايي:

﴿ وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ﴾ [الفرقا: ۶۸].

ژباړه: يعنې هغه کسان چې له الله ﷻ پرته بل چاته د خدایي آوازونه کوي، او قتل نه کوي مګر په حق سره، او زنا نه کوي او که چا دا کار وګړ، له سزا سره به مخ شي.

ښکاره او رښتیاه خبره ده، چې د بشري ټولنې د خالق او مالک ﷻ په ټولو امرونو کی خامخا یو حکمت رانغښتی وي، نو بشريت ته انسان وژنه د اخروي مسؤلیتونو ترڅنګ په مادي لحاظ د ټولنې د تخریب لامل دی چې له انسانانو څخه مصؤنیت وړي او د لوی خوندي ژوند څخه يې بې برخې کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.