لومړۍ صليبي جګړه- دوهمه برخه

saleebi_jangoonaژباړه: نورمحمد رحیمی

دعيسېويانو روحاني پېشوا پاپ اربن ثاني په ١٠٩٥ ز کال کي دفرانسې په ښار (کليرومونټ) کي دعيسېويانو يوه غونډه راوبلله…دپاپ خواشينوونکي خطبې څه وروسته خلګو  دمسلمانانو سره دزور آزمويلو لپاره خپلي ملاوي وتړلې.په جګړه کي دبرخه اخيستونکي هرعيسائي سره دجنت وعده وسوه،

دخطبې نه وروسته (ادهمار) نومي (چي ځني ځايونه دبايشوپ په نامه سره راغلى دى) هلک  دپاپ په پښو کي ولوېدى او خپل ځان يې په رضاکارانه توګه دجنګ لپاره وړاندي کړ پاپ دجنګ پاروني له امله همدى خپل نائب مقرر کړ، دې هلک ته په کتو سره په سوونو خلګو خپل ځانونه په خپله خوښه دجنګ لپاره تيار کړه.

پاپ په ٤٨٨ هجري د شعبان  په ا٢مه چي د ١٠٩٦ ز کال د اګست د١٥ مي سره سمون خوري دټول مال درايوځاى کولو او په قسطنطنيه کي دغونډېدو امر وکړ، دمجلس څخه وروسته دآروپا په ليرو نژدې سيمو کښي د صليبي جنګياليو دراستنېدو خبرونه واورول سوه.ا

دپاپ جهادي اعلان څخه وروسته يوپه بل پسې څلور ډېر لوى لښکر دبيت المقدس دفتح کولو په موخه روان سوه

دهغوى سرمشري دغو څلورو سردارانو کول: ګاډفرې دي ګاؤن، بوهيمند، رېمنډ څلورم. دراهب پيټر تر مشرۍ لاندي دديارلس سوه زره عيسېويانو

يو له غصې نه ډک لښکر قسطنطنيې ته روان سو، هغوى په لارو کښي خپل هم مذهبه خلګ قتل، چور او تالا کړه، دبلغاريې څخه دتېرېدو څخه وروسته چي کله دغه خلګ قسطنطنيې ته ورسېده، رومي شهنشاه ددوى ددې ناوړه حرکتونو  له امله ددوى مخ دکوچنى اسيا پر لور کړ کله چي دوى اسلامي سيمو ته داخل سول نو سلجوقي حاکم قلج ارسلان يې لښکر لاندي باندي  او زيات تعداد يې ځني قتل کړه…دصليبيانو دالښکر قطعا ناکامه سو

دصليبيانو دوهمه لويه ډله ديو جرمني راهب ګاوس فل تر قيادت او مشرۍ لاندي روانه سوه، کله چي دا خلګ دهنګري  څخه تېرېدله، دهنګري اوسېدونکي ددوى دناوړو کړنو او نادودو څخه په عذاب سول او هغوى يې دهنګري څخه ويستل، دا ډله هم په همدې ډول له منځه لاړل

دصليبيانو دريمه ډله چي په هغه کي دانګلستان، فرانسې او فلانډرز رضاکار شامل وه، دې سپېڅلي جنګ ته روان سوه، ددې رضاکارانو په لاس د رائن او موزيل سيندونو ديو ښار يهود تر ظلم لاندي راغلل.دا خلګ چي کله دهنګري څخه نېرېده، دهنګري خلګو دتېر په څېر بيا ټول ترتېغ تېر کړه او هنګري يې ددوى لپاره هديره وګرځول.

تر ټولو منظمه او قوي ډله چي پر لس لکه فوځيانو مشتمله وه، په کال ١٠٩٧ز کښي يې په حرکت پيل وکړ، په دې کښي دانګلستان، فرانسې، جرمني، ايټاليا او سسلي شهزاده ګان موجود وه، ددې متحده فوځ مشري د يو فرانسيسي ګاډفرې په لاس کښي وه، دې لښکر ته تر فلسطين پوري درسېدو لپاره بحري لار مهيا نه وه، دا لښکر دفرانسې څخه ايټاليا او له هغه ځايه څخه ختيځي آروپا ته ، بيا اوسنۍ ايټاليا او دهغه ځايه څخه تر اسلامي رياست پوري ورسېدل؛

دا لښکر دکوچنۍ اسيا پر لور روان سو او مشهور ښار قونيه يې محاصره کړ، فلج ارسلان ماته وخوړه، فاتح عيسيويان مخ په وړاندي انطاکيې ته ورسېدل، نهه مياشتي وروسته پر انطاکيه هم قبضه وسوه، دهغه ځاى ټول مسلمانان يې ترتېغ تير کړه او پر هغو يې ډېر شرمناک ظلمونه وکړل، دماشومانو، ځوانانو او زړو څخه يو هم بچ نسو پاته، تقريباً سل زره مسلمانان ووژل سول؛تر انطاکيې وروسته فاتح لښکر دشام پر څو ښارونو تراشغال وروسته حمص ته ورسېدل؛

دحمص تر اشغال وروسته صليبيانو بيت المقدس هم محاصره کړ، څرنګه چي دفاطميانو له لوري دښار دساتني په اړه کوم اقدام نه ؤ سوي، له همدې امله د ١٠٩٩ز د جون پر ١٥مه مذهبي ليونيانو په ډېره آسانۍ سره بيت المقدس اشغال او حرمت ته يې په هيڅ سترګه ونه کتل سول، دمسلمانانو په عامه وژنه يې لاس  پوري کړاو دهغو مالونه او اسباب لوټ او تالا سول؛ددايرةالمعارف بريټانيکا او زو اولډ برګ په څېرمغربي مصنفين هم دا خبره تسليموي چي په هغه وخت کي دوژل کېدونکو دچيغو او فريادونو څخه پرته بل څه نه اورېدل کېده، په دومره بې رحمۍ او بې دردۍ سره يې ويني وبهېولې چي د يروشيلم کوڅې دسرو اوبو چينو دزړه وژونکى منظر ښکارندوى وې او ددې سفاح او خونخوار لښکر اسونه تر ځنګنو پوري دوينو په ولو کي ډوب وه تريوې اونۍ پوري په مسجد اقصى کښي ويني بهېدلې، يوازي په مسجد اقصى کښي اويا زره مسلمانان ووژل سول، داسي هم راغلي دي چي رايمنډ معرة النعمان  اشغال کړ او يوازي يې په همدې سيمه کي سل زره مسلمانان ترتېغ تېر کړه، بيت المقدس ٨٨ کاله دعيسېويانو تر اشغال لاندي وو؛ګاډفرې د يروشيلم(بيت المقدس) پاچا وټاکل سو.

دوهمه صليبي جګړه:

په دې وختونو کښي مسلمانان دنفاق ښکار او هر لوري ته پاشلي وه دوى ته پر يوه مرکز د راټولولو او دژوندي پاته کېدو حوصله ورکوونکى څوک نه وو، د لين پول په قول “په همدې وخت کي يووالي، اتحاد او يوه لارښود دوى پر خپل دين دسرښندونکو په يو زورور او قوي لښکر تبديلولى سواى”،الله رب العزت په دې حالاتو کي زنګي کورنۍ ددين دساتني لپاره وټاکل، عمادالدين زنګي يوازي پر څوارلس کلنۍ باندي دخپل پلار ځاى ناستى او وارث سو، هغه صليبيان دومره کمزوري کړه چي کله به عيسېويان په خپلو منځونو کي په جګړه سول نو دحل لپاره به يې زنګي ته بلنه ورکول، دعمادالدين يوازنۍ غوښتنه او ارمان دا وو چي بيت المقدس دصليبيانو داشغال څخه خلاص کړي، هغه د فرات سيند پر ختيځ ښار  الرها (اډيسا) باندي قبضه وکړه، دعيسېويانو له لاسه د اډيسا ښار وتل دهغوى دپاى پيل وو. په ١١٤٦ز کال کښي هغه يوه عيسايې قلعة الجابر محاصره کړې او ناست وو چي دشپې له مخي باطنيانو يا يې خپل غلامانو په شهادت ورساوه، د سيد اميرعلي له الفاظو “دخپل وخت لوى  او عظيم اتل له دنيا څخه رخصت سو”؛

دعمادالدين تر شهادت وروسته دده ددوو زامنو نورالدين محمود او سيف الدين غازي ترمنځ درياست وېش ضروري وو، که چيري يوه ورور يې د پوره رياست واګي په لاس کي نيولې نو ناپايانه جګړه منځته راتله، نورالدين دعقلمندۍ په ثبوت ورکولو سره دسلطنت ختيځه برخه سيف الدين ته وسپارل په همدې ډول دزنګي د دوراندېشۍ له برکته اسلامي نړۍ له ټکره وژغورل سوه

دعيسېويانو دماتي خبرونه په ټوله اروپا کي خواره واره سول او يوځل بيا دريم پاپ يوجين ددوهمې صليبي جګړې اعلان وکړ او په دې ترتيب دوهم صليبي جنګ پيل سو. په ١١٤٨ز کي دجرمني پاچا دريم کونراډ او دفرانس حاکم اووم لوئي ترمشرۍ لاندي نهه سوه زره فوځ دمسلمانانو دمقابلې لپاره داروپا څخه په حرکت پيل وکړ، په دې لښکر کي ښځي هم شاملې وې، دلومړيو صليبي جګړو په څېر دې فوځيانو هم ښه نادودې او ناوړه کړني دوهم ځل سرته ورسولې، دجرمني او فرانسې فوځيان په جلا، جلا ډول روان سول کله چي دواړه فوځونه د بازنطينې سيمي ته داخل سوه نو تر انطاکيه وړاندي په جلا، جلا جگړو کښي سلجوقي فوځ دوى ته شکست او ماته ورکړه، د اووم لوئې د فوځ يوه لويه برخه دسلجوقيانو په لاس له منځه لاړه، څرنګه چي هغوى انطاکيې ته ورسېدل دهغوى دفوځ څلورمه برخه له منځه تللې وه، اوس همدې پاته فوځ مخ پر وړاندي دمشق محاصره کړ مګر دسيف الدين غازي او نورالدين زنګي دمشترک کومک په برکت صليبيان په خپل مرام کي ناکام پاته سول، اووم لوئي او کونراډ دوهم ځل داروپا سرحدونو ته وشړل سول او په دې ډول دوهمه صليبي جګړه ناکامه سوه

ژباړه: نورمحمد رحيمي

_________________

صلاح الدين ايوبي، سټېنلي لين پول (سټيفن رېنسمين-تاريخ الحروب الصليبيه، ترجمه الى العربيه: سيد بازالعربي طبع، دارالثقافة، بيروت)ا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.