نړۍ

بلوچستان: خضدار کې يوولس پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: د پاکستان بلوچستان ايالت خضدار سيمه کې د ليوز پوليسو پر امنيتي پوسته وسلوال بريد شوی، چې له امله يې اته پوليس وژل شوي او درې تنه يې سخت ټپيان دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو سکرتر اکبر دراني د پيښې پخلی کړی او زياته يې کړه، چې وژل شوي او ټپيان د خضدار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي او د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
له پيښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي، سيمه کې کلابنده کړې او د وسلوالو بريدګرو پلټنې يې پيل کړي دي.
تر اوسه د پيښې مسؤوليت هيچا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x