له سترګو نه یې نم څاڅي/ رحمت اللله منیب

دا چې له سترګو نه یې نم څـاڅې
دا یې د زړه د رګو غم څـــــــاڅي

نـــــــــازکو پاڼو یې تڼـــــاکې کړې
له سره ګلاب نه چې شبنم څـاڅي

په پسرلي کې چې بــاران شي کله
له هره څاڅکي یې شـړشم څـاڅي

آ مخامخ د غــره په څــــوکه وینې
له هغي ورېځي څخــه بم څــاڅي

چې رحــــم نلــــري زړسوی نلـــري
زار(*) دي په هغو د لـــــړم څـاڅي

دغه سرې کــــرښي د کاغذ په پاڼه
دغه یې ویني د قلــــم څـــــــاڅي

منیبه مــــه یې لیکه مـــه یې لیکه
چې له غـزلو دي مــــاتم څـــــاڅي
07/02/2018
زار= زهر

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.