دوخت اړتیا او دعلماءوو قرباني!!

لیکنه: الهام البدري

قرباني، ایثار او سرښندنې هغه عمل او کړنې دي چې داسلام او شريعت سپېڅلی کاروان یې دنړۍ تر اخري پیڅکو ورساو .

او تر قیامته به دقربانیو دا تسلسل روان او اسلام به پر مخ وړي.

که اسلامي تاریخ ته خپل فکر او مطالعه ځانګړې کړو؛ نو وبه ګورو چې په لومړي پير کې قرباني چا او څنګه پیل شوه .

داسلام ستر پيغمبر چې کله، اسلامي دعوت او فکر د مکې مشرکینو ته وړاندې کړ، هغوی ددې فکر سره کلک عکس العمل وښود او دنبي علیه السلام پر وړاندې يې هر ډول حربې او تکتیکونه و کارول تردې چې نبی علیه السلام یې د خپل کلي او طن پرېښودو ته اړویست، او دمدينې په لور یې دهجرت ستونځمن سفر پیل کړ .

په مدینه منوره کې هم ددوی له ځورونو او تکاليفو خوندي نه حتی چې تر منځ یې سترې غزاوي او دجهاد نوی باب پرانستل شو،

پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټپي کیدل او د مبارکو غاښونو دشهادت سره یې ډېر نازولي صحابه کرام قربان او شهیدان شول.

دغه قربانۍ په اسلام کې د راتلونکو تمامو قربانيو سرچینه وګرځیده، په اسلام کې چې هر وګړی قربانۍ ته وړاندې کیږي نو الهام له دغه ځایه اخلي او دغه یې دماتو هیلو تسل وي.

داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم علماء وو ته خپل کردار په میراث ورپرېيښی؛ نو ځکه علماء دهر بدلون او انقلاب لومړي قربانیانو دي که خپلو اسلافو ته وګورو نو د امت مسلمه ستر امام او فقیه امام اعظم رحمه الله هغه څوک و چې دشهادت افتخار یې په وحشي زندان کې ترلاسه کړ، دغه سې امام مالک ، امام شافعي، امام احمد او امام بخاري رحمهم الله هغه ائمه وو چې دوخت دحاکمانو له لاسه یې داسې ستونځې وګاللې چې تصور یې له امکانه لرې ده او له سختو شکنجو وروسته یې له وطن نه جلا او مسافر کړل، دغه دقربانیو سلسله په هر دور کې علماء وو پخپلو پاکو وینو سمسور او لمانځلې ده تر دې زموږ دامیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر وخت او زمان راغځېده .

امیر المؤمنین هغه څوک و چې په ایمانې تورو یې دظلم او وحشت تورې تیارې وڅیرلې او په نړۍ یې یو ځل بیا عمري خلافت حاکم کړ،

نوموړی هم دخپلو اسلافو په څېر داسلام دحاکمیت په وخاطر یې دتمامې نړۍ دښمني پر غاړه واخسته او داسلام په سر یې هرې ستونځې ته لبیک ووایه تردې چې کفري نړۍ دجمهوريت دتالي څټو په مټ او بدرګه ورته داسې اتحاد وکړ چې په تیر تاریخ کې یې موږ نظير نلرو،

له هر قسم بنديزونو وروسته یې پرې هجوم وروړ چې نتیجه کې یې مسلمه امت دامارت له ستر نعمته یو ځل بیا محروم شو،

خو دوخت علماء وو دامیر المؤمنین تر مشری لاندې داسې بېدریغه قربانۍ ورکړې چې اسلامي موریخینو په تاریخ کې ورته نوی باب کېښود او دکفري نړۍ دغرورۍ مجسمه یې دهلاکت له ګړنګه وغورځوله.

هو! هره قرباني په هیواد کې دبدلون سبب ګرځي؛ خو دعلماءوو قرباني د وخت او د نړۍ د بدلون سبب دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.