شاهد افریدي: باید د هر هیواد بیرغ ته احترام وشي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د کرکیټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او سپر سټار شاهد افریدي په یوه مرکه کې ویلي چې د هر هیواد بیرغ ته باید احترام وشي او د هیڅ یوه بیرغ بې عزتي دي نه کیږي.

نوموړي دغه خبرې وروسته تر هغه وکړې کله چې یوې هندۍ میرمني ته د عکس اخیستلو پر مهال د بیرغ سم نیولو وویل او ویډیو یې په ټولنیزو پاڼو خپره شوه، چې له امله یې په پاکستان کې تر نیوکو لاندي او په هندوستان کې وستایل شو.

نوموړي په دې وروستیو کې په سویس هیواد کې په واوره کې د نورو مشهورو لوبغاړو سره په یوې تشهیري لوبه کې برخه اخیستې وه.

کراچي ته د را ګرځېدو پر مهال چې کله خبریالانو د هغه څخه پوښتنه وکړه چې ولي يې داسي وکړه، نوموړي وویل: «مونږ باید د نورو هیوادونو او ملیتونو بیرغونو ته احترام وکړو، ځکه مي د هندۍ میرمني څخه وغوښتل چې د انځور اخیستلو پر مهال بیرغ سم ونیسي».

نوموړي وویل «ما د انځور اخیستلو پر مهال هغوی ته وویل چې سم انځور وباسي».

نوموړي د هندي او نورو لوبغاړو سره په لوبه کې برخوال وو، هغه وویل: «مونږ د کرکیټ لوبغاړي د سولې او امن سفیران یو، مونږ په نړۍ او ګاونډیو هیوادونو کې امن غواړو، مونږ یو له بل سره د لوبې په ډګر کې دوستانه اړیکې لرو».

نوموړي په نیوزیلینډ کې د پاکستان پر وروستیو ماتو باندي په تبصره کې وویل چې د پاکستان لوبډلې هیڅ تمرین نه وو کړی، نیوزیلینډ ته د تګ تر مخه یې یوازي یوه ورځ تمرین وکړ او ولاړه، په داسي توګه لوبه ګټل ممکن نه دی، کله چې دوی پوهیدل د یوې ښې لوبډلې پر وړاندي لوبیږي، نو باید تمرین یې زیات کړی وای.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.