د کورنیو چارو وزارت ۱۵۸ لوړ پوړي چارواکي لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د ۴ جنرالانو په ګډون لسګونه نور هغه مسوولین لویې څارنوالۍ ته ور,پېژندل، چې په بډو او له واک نه یې ناوړه ګټه اخیستې وه.

د یاد وزرات له فساد سره د مبارزې او څېړنې رییس ضیاء کوهستاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په ۱۵۸ کسانو کې ۴ جنرلان، ۹۰ افسران، ۵۲ ساتمنان، ۶ لوړ پوړي ملکي کسان او څلور تنه نور لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.

کوهستاني زیاته کړه، ۱۳۰ تنو ته یې اخطارونه، توصیې او یا هم له دندو بدل کړل شوي دي او د پاتې کسانو په باره کې هم پلټنې روانې دي.

ده وویل، لویې څارنوالۍ ته پېژندل شویو کسانو له دندو ناوړه ګټه اخیستې، اداري فساد یې کړی او سلګونه میلیونه افغانۍ یې چور کړي دي.

د کوهستاني په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۵۴۰ پېښې څېړلي، چې په وسلو او وسایطو کې باقي شوي، تنخواګانې یې چور کړي، بې تفاوتي یې کړې او په نورو جرمونو ککړ دي.

د کورنیو چارو وزارت له فساد سره د مبارزې او څېړنې رییس وویل، په دغو دوسیو کې ۳۹.۳ میلیونه افغانۍ او ۲.۸ میلیونه ډالرو حیف میل شوي او د ټولو دوسیو بشپړې شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک تېره اوونۍ ډاډ ورکړی و، چې د کورنیو چارو په وزارت کې به اصلاحات راولي او فاسد خلک به لویې څارنوالۍ ته وروپېژني.

په تېرو شپاړس کلونو کې د حکومت په هر ارګان کې سلګونه میلیونه ډالر اداري فساد شوی، چې د ټولو دوسیې څېړل به کلونه ـ کلونه وخت واخلي.

د کورنیو چارو وزارت د اداري فساد سره د مبارزې هڅې داسې مهال ګړندۍ کړي، چې نړیوالې ټولنې پر افغان حکومت شرط ايښی، چې له اداري فساد سره به مبارزه کوي او خپلې مرستې یې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مشروطې کړي دي.

افغانستان اوس هم د نړۍ پنځم فاسد هېواد دی، چې هر کال میلیونونه ډالر اداري فساد پکې کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د