واشنګټن: په ليک کې سپينو پوډرو د ټرمپ نږور تر روغتونه ورسوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکايي پولیس وايي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نږور ته په راغلي ليک کې سپين پوډر هم و، چې له خلاصولو وروسته يې د وېرې له امله هغه روغتون ته لېږدول شوې ده.

دا ليک د ټرمپ د مشر زوی جونير ټرمپ د ښځې په نوم راغلی و او د هيټن بلاک ادرس پرې ليکل شوی و.

د ټرمپ نګور ونيسا ټرمپ او په دغه ځای کې نور موجود کسان په بېړه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نيويارک پوليسو رسنيو ته ويلي، چې په ليک کې سپين پوډر و او له څېړنو وروسته روښانه شوې، چې دا پوډر کوم زيان نه لري.

د پوليسو په وينا ونيسا ټرمپ د ليک په پرانيستو له پوډرو اغېزمنه نشوه، خو وروسته، چې جونير ټرمپ په خپل ټويټ کې وويل، چې کورنۍ يې خوندي ده او د غه پېښه يې «بې خونده» وبلله.

د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز رسنيو ته ويلي، چې د ولسمشر ټرمپ د نږور په ګډون درې کسان کورنل روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پوليسو په وينا دوی له دې پېښې پر ځایي وخت د ورځې لس بجې خبر شول.

دوی وايي، چې د جونير ټرمپ کور اوس له سره پاکول کېږي.

سي بي ايس امريکايي ټلويزيون وايي، چې دا ليک د ونيسا ټرمپ مور تر لاسه کړی و، چې بيا ونيسا پرانیست.

د امریکا د خدمتونو ادارې ويلي، چې دوی نن په کڅوړه کې د ترلاسه شوي مشکوک ليک څېړنه کوي.

ډونلډ ټرمپ جونير له خپل پلار مشر ټرمپ سره په کاروبار کې شریک دی، په ۲۰۰۵ کې يې له ونيسا سره په فلوريډا کې واده کړی و.

له واده وړاندې ونيسا په نيويارک کې د يوه فيشن ماډلې په توګه کار کاو.

د يادونه وړ ده، چې په ۲۰۰۱ م کال کې امریکايي چارواکو او ژورنالېستانو ته په بندو ليکونو کې زهرجن انتراکس مواد ليږل شوي وو او له هغه وخته امریکايي چارواکي د بندو کڅوړو په ليکونو کې ډېر احتياط کوي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د