افغانستان

رسولیار: د زابل څلور ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدونکې دي

د زابل اړوند په دې وروستیو کې د هېواد د نورو ولایاتو په څېر د پېښو راپورونه ډېر ورکول کېږي، په یاد ولایت کې مرستیال والي محمدجان رسولیار وايي، چې که مرکزي دولتي مرسته نه وي، نو ممکن څلور ولسوالي طالبان په مکمل ډول ونیسي.هغه وويل، چې د زابل اټغر، نوبهار، دایچوپان او شملزي ولسوالۍ د دولت له واکه وتونکې دي او ځينې يې عملاً د طالبانو له خوا محاصره دي.

په زابل کې په داسې حال کې د ولسوالیو د له لاسه وتو خبرونه خپرېږي، چې تر دې وړاندې طالبانو د بدخشان یمګان ولسوالي نېولې، چې دولت يې د بېرته ترلاسه کېدو دعوه کوي، خو طالبانو يې ادعا رد کړې ده.
یاده دې وي، چې د زابل په ګاونډيو ولایاتو کې هم ځينې ولسوالي له مقرونو پرته له طالبانو سره دي، په غزني کې ناوه، ګېرو، اب بند او اجرستان، په پکتیکا کې اومنه، خاډله، ګومله، ډيله او خوشامند  ولسوالي د طالبانو تر سلطې لاندې دي.
طالبانو د خیبر سږنیو عملیاتو په لړ کې خپل بریدونه توند کړي، چې ښايي راتلونکو ټاکنوته ستر ګواښ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x