
د پاکستان لوی درستيز په امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پوځ لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه په يوې ګډې امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره نن سهار کابل ته رارسېدلی دی.
دولتي سرچينې وايي،چې د پاکستان د پوځ مشر ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه د يوه لوړپوړي پوځي پلاوي په مشرۍ نن سهار کابل ته رارسېدلی او دلته به په يوې امنيتي غونډې کې ګډون وکړي.
په دغه غونډه کې د افغانستان لوی درستيز جنرل شريف يفتلي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځيانو مشر قومندان جنرال جون نيکلسون، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه او د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل ګډون لري.
په دې اړه تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي.