مسیر: د مخالفینو پر ضد تبلیغاتي اعلانونو کې د اسلام سپکاوی کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼه په تازه ګڼه کې لیکي، چې د حکومت له لوري د مخالفینو پر ضد په تبلیغاتي اعلانونو کې د اسلام سپکاوی کېږي.

دغه سرچینه د ځینو دیني علماوو له نظره ليکي چې په تلویزوني اعلانونو کې له کلیمه طیبې سره له سپکاوي ډک چلند کېږي.

په دې تبلیغاتي اعلانونو کې چې کله کله پکې له ایاتونو او نبوي احادیثو هم ګټه اخیستل کېږي، چې د ایاتونو له غلط تلاوت سره سره يې معنی هم تحریفېږي.

په تلویزوني اعلانونو کې هغه ایاتونه چې د کفارو په اړه نازل شوي کله کله د حکومت او بهرنیانو پرضد د ولاړو وسله والو په اړه ترې ګټه اخیستل کېږي.

په دې اعلانونو کې د طالبانو سپین بیرغ یا هم اوس داعش ډلې تور بیرغ سره له دې چې کلیمې پرې لیکل شوي د امنیتي ځواکونو له لوري غورځول کېږي.

nawa fidai chowk 1

د هلمند په ناوه کې، هغه لوحه چې د قرآن کریم ایاتونه پرې لیکل شوي او طالبانو پرې د یوې څلولارې نوم لیکلی، امنيتي ځواکونه ورباندې خېژي.

مسیر ورځپاڼه د ديني عالم محمد یوسف له خولې لیکي چې مخالفین که هر څوک دي، خو په اعلانونو کې باید په لوی لاس د کلیمې طیبې سپکاوی ونه کړل شي.

د هغه په وینا مخالفین خو پر قرآن هم استدلال کوي نو ایا په دې پلمه باید قران ته هم سپکاوی وشي.

پر دې سربېره د داعش ډلې په تړاو تلویزوني اعلانونه د دې ډلې لپاره د کمپاین برخه بلل کېږي.

د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن مسیر ته ویلي چې د داعش پر ضد د جوړ شوي اعلان یوه ځانګړنه داده چې په لوی لاس دا ډله دلته د پراخ حضور لرونکې معرفي کېږي.

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت ویاند هم په دې اعلانونو کې اخلاقي، دیني او رواني تېروتنې ومنلې او ويې ویل چې دا اعلانونه ډېری د بهرنیانو له لوري جوړېږي او خپرېږي.

هغه دعوه وکړه کوم تبلیغاتي اعلانونه چې دوی جوړوي ګڼ اصول په پام کې نیسي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې هغه څه د نشر وړ نه دي چې د چا ارزښتونو ته سپکاوی وکړي یا هم د مخاطبینو پر رواني حالت بده اغېزه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د