ارشیف

کاناډايي رسنۍ: په افغانستان کې د امریکا جګړه خطرناک حالت ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): کاناډايي رسنۍ په افغانستان کې د جګړې وضعیت تر نورو حالتونو خطرناک بللی دی.

ډيجيټل ژورنال وايي دلته د بهرنیانو له ۱۶ کلن مقاومت سره سره افغانان داسې حالت ته رسېدلي چې هره ورځ د جګړې د دواړو لوریو له خوا خونړۍ پېښې ويني.

د سرچینې په وینا دلته د بهرنیانو له یوې نیمې لسیزې ډېر وخت تېرولو سره سره د دوی مخالفین پر دې توانېدلي، چې په ژمي کې هم جګړې ته دوام ورکړي.

سره له دې چې د امریکا له لوري جنګي ستراتېژۍ له افغان حکومتي چارواکو پرته ګڼو بهرنیو او کورنیو مبصرينو ناسمه تګلاره بللې، خو بیا هم امریکايي چارواکو پر جګړه ټينګار کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواکونو مشر جنرال لانس بنچ همدې رسنۍ ته ویلي، چې دوی به پر طالبانو بریدونه لا سخت کړي.

د دې پوځي جنرال په وینا دوی به له ستړیا پرته د طالبانو مرکزونه په نښه کړي او هوايي بمباریو ته به دوام ورکړي.

طالبانو د امریکايي ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پخپل غبرګون کې ويلي و، چې د امریکا له لوري دلته د هر ډول وسلو استعمال نور دوی له دې وسلو سره عادي کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، هغه وخت تېر شوی چې امریکا مو په بمونو وویروي.

ډيجيټل ژورنال وايي افغانستان یو خونړی پسرلی په مخکې لري.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ورپسې ارګ تکرار کړه، چې له طالبانو سره خبرې نه کوي او ولسمشر غني ګواښ وکړ چې د جګړې له ډګره به سوله راوړي.

امریکايي کارپوهانو د دوی دا څرګندونې د غوسې محصول وبللې او ويې ویل چې له سیاسي حل پرته د جګړې دوام د دواړو لوریو په زیان دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د