
بېړنی خبر: په کندهار ښار کې پر قوماندان جاجو سرتېری برید وشو
نن ټکی آسیا: د کندهار امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن له غرمې وروسته د کندهار ښار اړوند د اتمې ناحیې په ساحه کې د دغې حوزې پر قوماندان جاجو سرتېری برید شوی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني د پېښي د پخلي ترڅنګ وویل ، چې په برید کې خپله جاجو ټپي شوی دی.
نوموړي وویل ، چې په برید کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
ویل کېږي، چې د عبدالودود جاجو پر موټر باندې دا برید پر لاره د یوه پلي روان کس له لورې ترسره شوی.
تر اوسه د برید چا مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
د کندهار ښار د میرویس روغتون یوې سرچینې وویل، چې نوموړي د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
عیني شاهدانو ویلي، چې په چاودنه کې د قومامندان جاجو موټر هم تخریب شوی او د وژل شویو جسدونو ټوټې یې شاوخوا لېدلې دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د پولیسو د دغه قوماندان په اړه وروسته له هغې د خلکو غوسې او توند عکس العملونه را پورته شول، چې له یوې پيغلې شاعرې-مینه انتظار- سره یې د بد او ناوړه چلند په باب په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خبرونه او لیکنې خپرې شوې.
ویل کېږي، چې عبدالودود جاجو په ښار کې د ناوړه چلند او بد اخلاقو له امله د ډېرو خلکو د کرکې وړ ګرځېدلی او سخت ترې په تنګ شوي.