روسيه: امریکا پرخپله ناکامۍ پرده اچوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د روسيې سفیر وايي، امریکا په افغانستان کې پر خپله ناکامۍ او د داعش پر نفوذ پرده اچوي.

د روسيې سفیر الکساند مانتیسکي له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکا یوازې د روسيې پر ضد منفي تبلیغاتو ته اوږه ورکړې او په افغانستان کې خپله ۱۶ کلنه ناکامي او د داعش نفوذ ناپامه نیسي.

روسي سفیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی له هڅو سره سره لا هم لوېديځ هېوادونه چوپه خوله دي او نه وايي چې د افغانستان په شمال کې هغه چورلکي د چا دي چې دلته وسله وال ښکته کوي.

مانتیسکي ويلي چې خپله اندېښنه يې په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر «يوناما» سره هم شریکه کړې خو مثبت ځواب يې نه دی موندلی.

روسي سفیر د امریکا هغه دعوه چې روسیه يې د طالبانو ملاتړې بلله، بې اساسه وبلله او په وينا يې څو ځلې يې پر امریکا غږ کړی چې شواهد وړاندې کړي، خو نه يې شي وړاندې کولی.

د روسيې سفیر په داسې حال کې یو ځل بیا د افغانستان په شمال کې د امریکا له لوري د وسله والو د ځا پر ځای کولو اندېښنه په ډاګه کوي، چې افغان حکومت هم کله کله په شمالي ولایتونو کې د داعش د فعالیت خبر ورکوي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

روسیه د بی غیرتی ګیدړی په شان لکۍ تپوی ، حتی د امریکا له ډاره بغاری هم نه وهی چه امریکا ته د هغوی د پړو په اړه نر ځواب ورکړی حتی تر پاکستان غلام هم نامرده او بی غیرته دی . امریکا د روسانو په ضد په شکاره د مجاهدینو سره یی هر اړخیزی مرستی کولی تر دی چه له مجاهدینو یی جهاد په بیه رانیولو د روسانو شوروی اتحاد جماهیرو ته یی داسی ماتی ورکړه چه نوم یی هم ورله بل کیښود او د کمونستی الحادی فلسفه یی هم لکه د فرعون د مړی په شان په کوم… نور لوستل »