ګارت بېلي

ګارت بېلي: د ډیورنډ کرښې د پرېکړې په اړه د خبرو همدا وخت دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او پاکستان له پاره د برېتانیې د لومړي وزیر ځانګړی استازی ګارت بېلي وايي، د ډیورنډ کرښې د پرېکړې په باید دواړه هېوادونه خبرې وکړي او پر دغه لانجمنه کرښه باید پرېکړه وکړي.

نوموړي له اریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د ډیورنډ کرښې پر سر د خبرو کولو لپاره همدا مناسب وخت رارسېدلی، چې پرېکړه یې باید افغانستان او پاکستان وکړي.

بېلي ویلي، چې د پر ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو هرکلی کوي او دغه کرښه د پخواني استعماري قدرت پورې اړه نه لري، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه ستونزه ده.

د ده په باور، سل کاله مخکې ډیورنډ د برتانیې اړوند موضوع وه؛ خو په ننني عصر کې دغه موضوع په برېتانیې پورې اړه نه لري او دواړه هېوادونه باید دغه خپلمنځي ستونزه حل کړي.

د ګارت بېلي په باور، د ډیورنډ د کرښې په اړه باید درېیمګړی هېواد پر افغانستان او پاکستان خپل نظر ونه تپي.

نوموړي پر پاکستان د امریکا د نویو فشارونو په اړه ویلي، چې په دغه چاره کې د امریکا ملاتړ کوي؛ خو د افغان سولې لپاره باید کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرې باید دوامداره شي.

له دې وړاندې په کابل کې د برېتانیې سفیر نیکولاس کي هم ویلي وو، چې ډیورنډ د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي کرښه ده او برېتانیه یې په رسمیت پېژني.

ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۳ز کال د امیر عبدالرحمن او د هغه وخت د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هېنري مورټیمر ډیورنډ ترمنځ لاسلیک شوه، چې تراوسه یو افغان حکومت هم په رسمیت نه ده پېژندلې.

ډیورنډ کرښه ۲۶۴۰ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د اوسني پاکستان او افغانستان ترمنځ د پښتنو ترمنځ تېره شوې ده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د