د امريکا غږ نظر پوښتنه: د سرتېرو بریدونو د پلوۍ سلنه لوړه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امريکا غږ ویبپاڼې د حزب اسلامي د امیر انجینر ګلبدين حکمتيار د وروستیو څرګندونو له امله د سرتېرو بریدونو په اړه نظر پوښتنه پیل کړې ده.

انجینر ګلبدین حکمتیار په تازه مرکه کې له اریانا نیوز سره له ملکي تلفاتو پرته د سرتېرو بریدونو ملاتړ کړی دی.

امریکا غږ پرون د سلواغې پر ۲۳مه د سرتېرو بریدونو په تړاو ازاده نظر پوښتنه پیل کړې ده، چې تر نن غرمې پورې يې د موافقينو سلنه د مخالفینو په پرتله دوه چنده لوړه ده.

دا نظر پوښتنه چې لا هم پر پاڼه پرته ده او وروستی وخت يې نه دی ښوودلی شوی، د مخاطبینو لپاره درې ټاکنې لري، موافق، مخالف او «نه موافق نه مخالف».

امریکا غږ لیکلي: «د ځانوژونکو بریدونو په اړه د ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي دي، تاسو د حکمتیار له څرګندونو سره موافق یاست که مخالف؟»

ویبپاڼې پخپله فیسبوک پاڼه د دې نظر پوښتنې له شریکولو سره لیکلي: «انتحاري که استشهادي، ستاسو نظر د ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په اړه څه دی؟ لطفاً پر لاندني مطلب کلیک وکړئ او خپله رایه وکاروئ او بیا ووینئ چې نورو څه ته رایه ورکړې ده. مننه!»

په دې نظر پوښتنه کې د سرتېرو بریدونو موافقې رايې ۶۴، مخالفې رايې ۲۸ او «نه موافقې نه مخالفې» رايې اته ښوودل کېږي.

talib sarteeri shaheen

دې سرتېرو بریدګرو د بلخ په شاهین قول اردو کې برید وکړ – انځور: ذبیح الله مجاهد

د امريکا له يرغل وروسته د طالبانو له لوري پر بهرنيو او کورنیو ځواکونو سلګونه د واسکټ، موټربم او مخامخ جګړې په ډول سرتېري بريدونه شوي چې درانه تلفات يې اړولي دي.

د بهرنيانو په ګډون افغان چارواکو هم د دې بريدونو د مخنيوي پر وړاندې څو ځلې بې وسي ښکاره کړې ده.

د طالبانو پر ضد تبلیغاتي اعلانونو او د دې بريدونو پر مهال د ملکي تلفاتو له پراخو تبلیغاتو سره سره دا بريدونه لوړه سلنه ملاتړي لري.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لمړی د هغه چا په څرګندونو ارزونه [ چه دماغی توازن یی ډالرو ګډ وډ کړی او خبله د امریکا د اسارت ، څارنی او ساتنی لاندی د دارلامان په طلایی پنجره کی د کورنی او څو حزبی غړو سره په اسارت کی شپی تیروی ] ماته بیعقلی او ناسمه کار ښکاری ، د لیونیانو او ماشومانو لمړی خبرو ته څوک غوږ نه باسی حتی کنځلو ته یی هم څوک ارژشت نه ورکوی کومه سمه را یی هم د باور وړ نه وی چه حساب پری وکړی ځکه یوه شیبه وروسته د هماغه خبری مخالفه خبره کوی .… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

تر هغه ځایه چه زه خبر یم زما لږ او ډېره پښتو ژبه زده ده خو پورتنۍ پښتو لیکنه (کومه چه د امریکا ږغ په وبسایټ کی لیدله کیږی) اصلاً می سر نه په خلاصیږی. زه اصلاً نه پوهیږم چه دا امریکائیان د ګوزی زامن څه وائی؟ البته د حکمتیار په ګوزو هم سم نه پوهېږم. که د حکمتیار منظور د استشهادی عملیاتو تائید وی نو استشهادی!!! عملیات خو اصولاً باید د اشغالګرانو په وړاندی تر سره شی حال داچه : اولاً موږ تر اوسه د هغو خالصانه استشهادی عملیاتو شاهدان نه یو کوم چه په هغه عملیاتو کی فقط… نور لوستل »