نور: له شماله به د لس زرو پاڅون کوونکو موټرې ډېر ژر کابل ته ورسېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ جنجالي والي عطاء محمد نور ګواښ کړی، چې له شماله به د ۱۰ زره پاڅون کوونکو موټرې ډېر ژر کابل ته ورسېږي او د اوسني حکومت پر ضد به د پنځلسو ولایتونو خلک راټول کړي.

نور د خپلو پلویانو غونډې ته ویلي، چې د اوسني حکومت بې کفایتي ورته نوره د منلو وړ نه ده او د «واک وږیو او د انحصار کوونکو» پر ضد به ډېر ژر اقدام وکړي.

نوموړي ویلي، د کابل په ګډون د پنځلسو ولایتونو خلک به د اوسني حکومت پر ضد سوله ییز لاریون وکړي او له خپلو ټولو وسایلو سره کابل ته ځي.

د ارګ او بلخ ترمنځ  د دوه میاشتني کړکېچ په اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، چې نور به پر خپل ځای پاتې شي او که د بلخ لپاره نوی والي به کار پیل کړي.

نور روانه اوونۍ د اوسني حکومت مشران له اسلامه لرې بللي وو او تېره ورځ یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته پېغور ورکړ، چې د زرګونه کفري عسکرو په موجودیت کې تسلیم شو او هغه خبرې یې له یاده وویستې، چې د یوه بهرني عسکر په موجودیت کې به هم کابل ته رانه شي.

عطاء محمد نور نږدې هره ورځ د اوسني حکومت پر ضد څرګندونې کوي؛ خو ارګ او سپیدار ماڼۍ یې پر وړاندې غبرګون نه ښيي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د