fbpx

چینایي پولیس د جنایتکار پېژندلو لپاره ځانګړې عینکې کاروي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د چین د قانون پلي کولو ادارې د کس پیژندلو لپاره د (Face recognition) ټکنالوژي په کارولو سره د جنایتکار نیولو لپاره نوې ځانګړې عینکې استعمال پېل کړی دی.

دغه عینکې په داسې لوړ کیفیت سره کامره لري چې هغه ستر جنایتکاران چې ددوی سره په لیست کې شامل دي په کتلو سره سمدلاسه وپیژني، مګر په دې سره د عام کس نیولو احتمال هم شته خو ددې لپاره پولیس له جنایتکار او شکمن څخه لومړی پوره څېړنه ترسره کوي.

په عام ډول د لمر لپاره د استعمال دغه عینکې د تلیفون سره تړلې دي، چې له انټرنیټ پرته ددغه جنایتکار عکس پيژني او ژر تر ژره دوی ته خبر ورکوي، چې په دې سره چینایي پولیسو تر دې دمه ۷ داسې ستر قاچاقبر نیولي چې د ریل ګاډي تمځای څخه د وارداتو کولو وروسته تښتېدل.

دا پروسه په جنایتکار پېژندلو کې دوه مرحلې لري، لومړی عینکې د انسان مخ له بل هر شي څخه جلا کوي، بیا شونډې، سترګې، پوزه او داسې نور له هغه عکسونو سره چې ددوی سره په لیست کې دي مشابه کوي.

چینایي ماهرین وایي چې د تیرې یوې لسیزې راهیسي په دې ټکنالوژۍ کې یو شمېر پراختیاوې رامنځته شوي او ددغې کار لپاره ښې ثابتې شوي، خو بیا هم دا یو برقي او کمپيوټري سیستم دی چې د غلطۍ کولو امکان یې هم شته.

دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د قانون پلي کولو اداره دغه عمل ترسره کوي، خو د وخت په اوږدو کې او د سیستم په نور پرمختګ او لوړولو سره به شاید شته غلطیانې هم ختمې کړي.

سرچینه: ایکسپریس نیوز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د