افغانستان

تخار: امنيتي ځواکونو «عمري ښارګوټی» بشپړ ویجاړ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د تخار په درقد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو عمري ښارګوټی له شاوخوا ۱۲۰۰ دوکانونو سره بشپړ ویجاړ کړی.

د تخار امنیتي مسوولین وايي دوی د پامیر اتلس عملیاتو په اوږدو کې دغه ښارګوټی چې شاوخوا ۱۲۰۰ دوکانونه، یو مسجد، یوه مدرسه او یو روغتيايي مرکز پکې و، بشپړ ویجاړ کړی دی.

عمري ښارګوټی چې د طالبانو تر مديريت لاندې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د درقد ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو پکې دوکانونه پېرلي او کرایه کړي و.

د تخار د امنیه قومندانۍ سرپرست نظام الدین غوري دعوه کوي چې د دې ښارګوټي جوړوونکي، ملاتړ کوونکي، کرايه کوونکي او اخیستونکي ټول د طالبانو خلک و.

OmariShargotai
تخار؛ درقد، عمري ښارګوټی، د حوړېدو په حال کې

د تخار د ملي امنیت رییس ګلستان صدیق وايي، طالبانو په دې ښارګوتي کې روزنیز تمرینونه کول او په وينا يې له همدې ځایه يې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کول.

دغه ښارګوټی چې په څلور سوه جریبه ځمکه کې د شور عرب سیمه کې جوړ شوی و، د سیمې د خلکو لپاره يې په اقتصادي برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې وي.

سیمه ییزو چارواکو دعوه کړې چې دا سیمه يې له طالبانو نیولې او د درقد د نورو سیمو لپاره به هم جکړه پر مخ بوځي.

طالبانو هم په سیمه کې د ښارګوټي د نړولو پخلی کړی او دا يې ناځوانمردانه عمل ګڼلی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «اسلامي امارت د دښمن دغه ناځوانمردانه عمل په کلکه غندي او دا د مزدور دښمن د بې ظرفیتي او د پردو لپاره د لوبیدو لویه علامه بولي.»

د دوی په وینا که افغان حکومت چې دوی يې کابل اداره بولي، د پردیو په اشارو حرکات نه کولی د ولس په لګښتونو ابادې شوې ودانۍ به يې نه نړولې.

«که چیرې دغه اداره د خلکو استازې وای او یا يې د خلکو د ژوند او ښيرازي په اړه فکر درلودی؛ نو د ولسي خلکو په سرمایه د جوړ شوي بازار، چې صرف عام ولس ته يې ګټه رسیږي، نړول څه معنا لري او د کوم هدف لپاره دغه ډول جنایت ترسره کیږي؟»

د تخار ځايي چارواکي وايي د دوی عملیات به د درقد تر بشپړ نیولو دوام لري، طالبانو تازه په جګړه کې د امنیتي ځواکونو د یو ټانګ د تخرېبولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx