
قطر هيواد د بهرنيو اتباعو لپاره د لباس نوی قانون تصويب کړ
قطر هيواد خپل عربي رواجونو او مذهبي ارزښتونو ته په پام سره د بهرنيو اتباعو لپاره د لباس نوی قانون تصويب کړ.
عربي رسنۍ د قطري چارواکيو له قوله وایي، چې بهرني اتباع او تورسيتان دې ډېرې نرۍ، لنډې، تنګې، جالۍ دارې او بې لستوڼو جامې نه اغوندي.
پر ټولنيزو ويبپاڼو د هغو جامو انځورونه هم خپاره شوي، چې دغه هيواد کې يې پر اغوستلو بنديز لګيدلی دی.
د قطر چارواکي وايي، چې د دې جامو انځورونه يې د خلکو لپاره خپاره کړي، چې دوی ټول پر دې خبره پوهه شي، چې کومې جامې اغوستل منعه دي او کومه نه.
راپور زياتوي، چې د ښځو تر څنګ سړيو ته هم د لباس په اړه نوي قوانين وضع شوي دي.
سړي هم بايد د لامبو، چکر او عامو ځايونو کې داسې جامې وانه غوندي، چې د عربي او مذهبي اصولو خلاف وي.
د قطر خلکو او قطر ميشتو اسيايي اتباعو د يادې پرېکړې ملاتړ کړی او زياته کړې يې ده، چې حکومت بايد دا فيصله لا وار د مخه کړې وای.
بل پلو لوديځوالو قطر ميشتو اتباعو دقطر حکومت پر نوموړې پريکړه نيوکه کړې، چې د جامو اړوند بنديز بايد په مذهبي ځايونو، معابدو او دولتي ادارو پورې محدود وي. تفريحي ځايونو او سوداګريزو مرکزونو کې بايد دا ډول احکام عملي نشي.