کندهار : په نېش ولسوالۍ کې جګړه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندهار ولايت په شمالي نېش ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو له لوري د دولتي ځواکونو پر پوستو بريدونه شوي.

د کندهار امنیه قومندان د طالبانو د تیري شپې بريدونه د نېش ولسوالۍ د سقوط هڅه بولي او په وينا يې طالبان نه دي توانېدلي چې ياده ولسوالي سقوط کړي.

امنیه قومندان وايي د جګړې په مهال د هوايي ځواکونو له لوري پر راغلو طالبانو بمباري شوې چې له امله يې درنه مرګ ژوبله ور اوښتې.

طالبانو د هوايي بريدونو له امله د مرګ ژوبلي خبرونه چورلټ دروغ ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د جګړې په مهال يې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پرونۍ جګړې اړوند د طالبانو نشر شوې خبرپاڼه ليکي: تېره شپه د نېش ولسوالۍ په مرکز کې پر دوو پوستو د سپکو ، درنو او لېزري وسلو بريدونه وشول ، دواړي پوستې د نيم ساعت جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېدې او په پايله کې يې۱۷ تنه عسکر ځای پر ځای ووژل شول.

د سیمي اوسېدونکي وايي چې د وژل شوو عسکرو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پاته دي.

نېش د کندهار په شمال کې پرته ولسوالي ده چې له امنیه قومندانۍ ، مرکزي ودانۍ او څو پوستو پرته نور ټول د طالبانو تر واک لاندي ساحه بلل کيږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.