ایا په غزني کې د ماشومانو وژنه د کابل د برید انتقام کیدای شي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د ګډ حکومت د دفاع وزارت وايي چې دوئ د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د طالبانو خلاف د تر سره کړیو عملیاتو په ترڅ کې د کابل د وروستیو بریدونو غچ اخیستی دی.

که څه هم چې د دفاع وزارت ویاند د هغو سیمو او عملیاتو نومونه نه دي یاد کړي کوم چې دوي ورکې د کابل بریدونو غچ اخیستلو ادعاء کړې خو رسنیو په هیواد کې د دغو سیمو او عملیاتو ځای او نوعیت د دفاع وزارت تر اعلان مخکي مشخص کړی دی.

دا سیمې غزنی، خوست، ننګرهار او تخار ولایتونه دي چې په غزني کې یې په دوو جلا جلا پیښو کې د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ولسي وګړي او په خوست کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي ، په ننګرهار کې یې یو مسجد او دینې مدرسه په بمونو الوزولې او په تخار کی یې د ولسي خلګو په شخصي لګښت جوړ شوی ښارګوټی نړولی دی.

د غزني عملیات چې تقریبا شل ورځې وړاندې پیل شوي د تنفیذ ساحه یې د غزني د ولایتي شورا د غړي عبدالجامع په وینا د غزني ښار په خواو شا کې د نوغي ، قره باغي او جمال کلا سیمې دي کومې چې د طالبانو د ځپلو په پلمه يي ولسي خلګ زیانمن او په دې ساړه ژمي کې له خپلو کورونو څخه کډې کولو ته مجبور کړي دي. په یادو عملیاتو کې د همدې ۱۲ تنو ماشومانو او  ولسي وګړو له وژل کیدو پرته یو طالب هم نه دی وژل شوی ؛ بلکې طالبان توانیدلي چې د دغو عملیاتو په مهال د غزني د لویو لارو عمومي قومندان عزیزالله (فدايي) په ځوابی برید کې له خپلو یو شمیر ساتونکو سره و وژني.

که د دفاع وزارت ویاند په غزني او خوست کې د ماشومانو وژل او په تخار او ننګرهار کې د مساجدو او ولسي خلګو دُکانونو نړول د کابل بریدونو انتقام بولي خو پرځای خبره ده ، کنه نور خو تیره ورځ په هلمند کې طالبانو د یوه برید په ترڅ کې ۱۶ تنه دولتي سرتیرې وژلي ، د فراه پر مرکز يي توغندويي بریدونه کړي ، په فاریاب، کندهار، تخار، بدخشان او نیمروز کې یې یو شمیر سیمي له دولتي ځواکونو نیولي او په یو شمیر نورو ولایتونو کې یې پر دولتي ځواکونو د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده.

کوم عملیات چې د دفاع وزارت لخوا اعلانیږي هغه د سیمو د تصفیې په غرض نه ، بلکې د لوجیستیکي امکاناتو د تر لاسه کولو (غلاکولو) په غرض تر سره کیږي.

د غزني په ولایت کې د نبرد آهنین تر نوم لاندې ۲۵ ورځني پوځي عملیات د دغو تقلُبي عملیاتو له جملې څخه دي چې خپله د غزني ولایت د ولایتي شورا د غړیو په اعتراف هغه د غزني د والي ، امنیه قومندان او دفاع وزارت د یو شمیر خاصو حلقاتو په دستور شروع شوي او په همدي ۲۵ ورځني مودې کې یې د ماشومانو او ملکي خلګو له وژنې پرته بله هیڅ لاسته روړنه نه ده لرلې.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.