mujahideen

طالبان… او د جهاد د حقانيت په اړه يې د دښمنانو د تشکيک هڅې

( د شپونکي ليکنه )

له تېرو دوه ویشتو کلونو راهیسې طالبانو د داسې یو عقیدوي، فکري، سیاسي، پوځي او اجتماعي پدیدې په حیث تبارز کړی چې تقریباً د ټولې نړۍ ورته پام وراووښتی، او تر ډېره حده یې ددنیا نظامونو په یوه او بل شکل دښمنۍ ته ملا تړلې، او د هغوئ د ورکاوي او یا یې د تأثیر د محدودولو او يا يې هم د مسیر د منحرفولو لپاره هڅې او پریمانه مصاریف کوي.

په تېرې یوې پېړۍ کې د اسلامي نړۍ د یوه اسلامي خوځښت په خلاف دومره لوی سیاسي او پوځي تړون ندی جوړ شوی لکه څومره چې اوس ددې خوځښت په خلاف جوړ شوی دی. او ددې کار علت هم ښایي دا وي چې نورو خوځښتونو یا د داسې یوه نظام د اقامه کولو اراده نه درلوده چې د شرق او یا غرب د کفارو له لوري پر وضع شویو اصولو او روحیې دې ولاړ نه وي، او که په فکري او نظري شکل یې دغه ډول اراده درلودله هم نو په عمل کې یې د دغه ډول نظام د رامنځته کولو لپاره جغرافیه، توانایې، بشري ځواک او عملي فرصتونه نه درلودل.

دا چې طالبانو هم په نظري او اعقتادي ډول په دغه ډول نظام باور او د هغه د اقامه کولو اراده درلوده او هم یې د هغه د رامنځته کولو لپاره پوځي او اقتصادي توانایي او بشري ځواک موجود کړ، نو ځکه خو د نړۍ د کفارو ورته سودا شوه چې که چېرې یو ځل په افغانستان کې دغه ډول تجربه کامیابه شي نو د اسلامي نړۍ په ځينې نورو هېوادونو کې هم د هغې د کاپي کېدلو او کامیابېدلو امکانات هم په پراخه پیمانه موجود دي. نو د دې لپاره چې دغه ډول (سنّی) اسلامي تجربه په اسلامي نړۍ کې کامیابه نشي د نړۍ کفري ځواکونو او په سیمه کې د هغوئ ملګرو یې د له منځه وړلو لپاره نړیوال تړون رامنځته کړ او د هغې د له منځه وړلو لپاره د حالاتو په برابرولو کې مرسته وکړه، او ټولو په شريکه پر دې جګړې تر اوسه پورې تر دوه زره ملیارده ډالرو ډېر مصاریف وکړل، او جګړه لا روانه ده.

طالبانو په خارق العاده ډول د نظام، سیاست، دپلوماسۍ او عسکریت په ډګرونو کې نړۍ ته نوې پدیدې ورمعرفي کړې. په خارق العاده ډول یې ځکه ګڼو چې هغوئ نه د سیاست او نړیوالو اړیکو له فاکولتو فارغ شوي ول، نه یې د تېرو څو پېړیو په تاريخ کې د دغه ډول نظام جوړونې تجربه لیدلې وه، نه یې حربي پوهنتونونه او معاصر جنګي نظریات لوستي وو، نه یې له کوم زبرځواک سره پوځې او سیاسي تړونه درلودل، او نه یې داسې پوځي صنعت او ټکنالوژي درلوده چې د نورو هېوادونو مقابله پرې وکړي. خو لدې ټولو سره سره یې په کامیابۍ، زیرکتیا او متانت د امریکا، اروپا او د سیمي د هیوادونو په مقابله کې ځان کامیاب ثابت کړ، او هېڅ هېواد ونه کولی شول چې د طالب پدیده او د هغه فکري، سیاسي او نظامي وجود له منځه یوسي.

نه یوازې دا چې د طالبانو فکري، سیاسي، او پوځي پدیده چا له منځه یونه وړلی شوه، بلکې د هرې ورځي په تېریدلو د هغوئ قوت زیات، جنګ یې شدید او سیاسي تجربه یې پخه شوه، او دښمنانو یې یو په بل پسې د جګړی مېدان پرېښود چې د امریکايي، کاناډایي، اروپايي، استرالیایي او د سیمې د نورو اجیرو پوځي ځواکونو له افغانستانه وتل د دې مدعا شواهد دي.

د جګړې له ډګره د بهرنیانو وتل او له امریکایي پلوي حکومت څخه د هېواد د ډېرو سیمو ازادول د طالبانو لپاره ټوله بریا نه بلکې د بریا یوه څنډه ده. او دغه بریا به هغه وخت بشپړېږي چې ټول هېواد د جهاد په نتیجه کې ازاد شي، د واقعي اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره ظرفیتونه او وړتیا وي رامنځته شي، په ولس کې د تدیّن او دعوت د لا ښه خپرېدو لپاره زمینه سازي وشي. او دښمن پلوي سیاسي، پوځي، فکري جهتونه، سیکولر اشخاص، احزاب او ډلې ټپلې له صحنې و وېستل شي، او په ټولنه کې د دغو پردیپالو جهتونو د عقیدوي، سیاسي او اجتماعي تاثیراتو مخه ونیولی شي. همدارنګه د ولس د خلکو د مړولو او بسیا کولو لپاره د هېواد طبیعي شتمنۍ په کار واچول شي، اقتصادي فعالیتونو ته رشد او انکشاف ورکړل شي، په دیني روحیه او ملي مصالحو ولاړ تعلیمي نصاب او نظام رامنځته شي او د هېواد په کلیو او بانډو کې تعلیم عام شي، دښې حکومتوالۍ لپاره ظرفیتونه او وړتیاوې ایجاد شي، او بالآخره د اسلامي نړۍ او نورې نړۍ له هېوادونو سره د اسلام د سیاسي نظام له غوښتنو سره سم روابط ټینګ شي.

اسلامي امارت د پورته یادو شویو علیا مصالحو د تحقق یوه نسبتاً کامیابه تجربه تېره کړې ده. د حاکمیت د تجربې تېرولو او په تېرو پنځه لسو کلونوکې د یوه لوی نړیوال جنګي تړون په مقابل کې په کامیابۍ سره مقاومت کولو طالبان د بل هر افغاني جهت په پرتله د نظام او حکومت د جوړولو لپاره ښه صیقل کړي او تر ډېره ځايه يې د ولسپالنې هنر ور زده کړی دی.

همدغې وړتیا او ظرفیت ته په پام سره د طالبانو دښمنانو هم د هغوئ په خلاف د خپلې پوځي جګړې ترڅنګ خپله فکري او تبليغاتي جګړه هم تېزه کړې ده، تر څو له یوې خوا خلک د دې اسلامي جهادي ځواک په وړتیا او مصداقیت شکمن کړي، او له بلې خوا د طالبانو د سیاسي، پوځي او اعلامي کدرونو ورحیه وځپي.

دا چې په دغه ډول حالاتو کې اسلامي امارت د ضعف او چریکي جګړي له مرحلې د قوت، تمکین، نسبي حاکمیت او د ولس او نظام جوړونې مرحلې ته ورداخلېږي نو طبیعي ده چې باید د پوځي او فکري جګړې په مېتودونو، وسائلو استراتیژیو او تکتیکونو کې یې هم بدلونونه او نوښتونه رامنځته شي، او مسؤولین یې باید خپل ولس او نړیوالو ته له داسې یوه لوړ ځایه په پراخ نظرۍ وګوري چې هر څه ورته روښانه ښکاره شي، تر څو یې په اړه په مناسب وخت کې لازم تدابیر او تصامیم ونیولی شي.

د داسې یو چا په حیث چې د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو د جهاد مختلف مراحل مې له مخې تېر شوي، او د جهادي بهير لوړ او ځوړ او د مجاهدينو د استقامت او انحراف بېلابېل اړخونه او د هغو عوامل او مؤثرات مې څارلي ، او دغې مسلسلې څارنې د جهادي بهیر د مسیر په اړه حساس کړی یم او يو څه تجربه يې راکړې ده غواړم د يوه افغان ملا په حيث هغو ستونزو او ننګونو ته د اسلامي امارت د اداراتو د مسؤولینو پام ور واړووم چې یا همدا اوس ورسره مخ دي، او يا هم په راتلونکي کې ورسره مخ کېدونکي دي.

۱- د جګړې د مشروعیت په اړه د دښمن د تشکیک پراخ تبليغات:

د هغو خلکو لپاره چې په دین په پوه دي او د اسلامي شریعت احکام څه ناڅه ورمعلوم دي پدې کې هېڅ شک نشته چې روانه جګړه یوه مشروعه جګړه ده چې تر سره کول یې یوه دیني فریضه او شرعي مکلفیت دی. د همدې روښانه حکم پر بنا طالبانو او د ولس متدینو او با احساسه خلکو د ولس له منځه او د قوي ولسې ملاتړ په نتيجه کې په تېرو پنځه لسو کلونو کې د غربي یرغلګرو او د هغوئ د محلي ملګرو په خلاف دې شرعي جهاد ته دوام ورکړی او ډېر خارجي پوځونه یې لدې خاورې وتلو ته اړ کړل، او د هېواد ډېرې سیمې يې د هغوئ له تسلطه ازادې کړې.

دا چې یرغلګرو ځواکونو او د هغوئ محلي ملګرو د ولس له لوري د دې شرعي جهاد له تأیید او په هغه کې له برخې اخیستلو ډېر زیان ولید، او په هېڅ ډول سیاسي او جنګي فشار یې مجاهدین له ولس څخه تجرید نه کړای شول، نو په ټول قوت او د ټولو تبلیغاتي وسائلو په استعمال یې د روان جهاد د مشروعیت په اړه د خلکوپه ذهنونو کې د شکونو او شبهاتو را پیدا کولو ته زور ورکړ. په خاص ډول د تشکیک دغې عملیې په هغه وخت کې نور هم زور واخیست چې کله لویه برخه غربي یرغلګر ځواکونه د جګړې له ډګره ووتل.

د دې لپاره چې د ولس عام خلک د دې جګړې د مشروعیت او د جهادي حرکت د شرعیت په اړه په شک کې ولوېږي په دښمن پورې تړلې سیاسي، فکري ډلې او دین ته منسوب اشخاص او جهتونه خپلې تشکیکې هڅې او تبلیغات تر دې عنوانو لاندې خلکو ته رسوي:

۱ – د افغانستان اوسنی نظام اسلامي دی او مسلمانان یې چلوي.

۲ – په افغانستان کې د بهرنیو قواوو شتون تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، او هغه هم څه موده وروسته پای ته رسېږي، دا چې بهرني پوځونه نشته نو جګړه هم باید ودرېږي.

۳ – روانه جګړه اوس د افغانانو ترمنځ ده، او د جګړی دواړه لوري افغانان دي، او افغان وژنه باید بنده شي.

۴ – د جګړې د حکومتي لوري عسکر مسلمانان دي، کليمه وایي، لمنځونه کوي او په مسلمانو کورنیو پورې اړه لري، نو باید ونه وژل شي.

۵ – په سوله کې خیر دی. دواړه جهتونه باید د بین الافغاني تفاهم په نتیجه کې سوله وکړي، او له همدې امله باید مجاهدین له موجود نظام سره د سولې په نتیجه کې یو ځای شي.

۶ – جګړه ډېره اوږده شوه او هر څه ورکې تباه شول، نور باید ودرول شي، تر څو هېواد ودان شي.

۷ – طالبان خپله اراده اوتصمیم نه لري، د پردیو په لمسون جنګېږي.

دا او دیته ورته نور ډېر شکوک او شبهات دي چې دښمنان او په هغوئ پورې تړلې حلقې یې د روان جهاد په اړه د عامو خلکو په په ذهنونو کې ور اچوي.

د روانې جګړې له حقیقت څخه د خلکو د پام د اړولو او له مشروعیت څخه يې د هغوئ د اغفالولو په مقصد د کفارو او د هغوئ د ملګرو تر څنګ یوه برخه اسلامي فکر او جهادي بهير ته منسوب له جهاده ستومانه خلک هم د اوسني جهاد د مشروعیت په اړه د خلکو د بې رغبته کولو او د کفري ډیموکراسۍ له راوارد شوي سیکولر بهیر سره د پیوند اخیستلو په مقصد د مسلمانو مجاهدینو او د سیکولرو او دیموکراتو غرب پلوو ترمنځ د سولی او بین الافغاني تفاهم شعارونه پورته کوي.

اسلامي فکر او جهادي بهیر ته منسوبې دغه ډلې او اشخاص د دې لپاره دغه ډول شعارونه پورته کوي تر څو خپل انحراف او یا د کفر په خلاف له جهاده خپله ستوماني توجیه کړي، او له امریکا او غربي هېوادونو سره د خپلې پیوندکارۍ لپاره مبرر ولټوي.

دا خبره یقیني ده چې مجاهدین د خپل جهاد پر حقانیت مطمئن دي، او جهاد یې هم د موجودې ادارې په خلاف یو برحق جهاد دی، خو د دې لپاره چې پدې هکله یې د دښمن زهرجنو تبلیغاتو ته ځواب ویلی وي او د عام ولس له ذهنه یې پدې اړه تشویشونه، شکونه او شبهې لرې کړې وي نو د موجود امریکایی پلوي حکومت په خلاف د جګړې د جواز په اړه بایداسلامي امارت د خلکو د پوهاوي په مقصد ټول هغه شرعي او عقلي دلائل د ولس مخی ته کېږدي د کومو پر بنسټ چې روانه جګړه فرض بولي. او دا ځکه چې تر څو چې عام ولس د جګړې پر حقانیت او فرضیت معتقد نشي او د هدف تر حاصلېدو یې د استمرار پر افادیت قانع نشي ګرانه به وي چې یوازې یو سیاسي جهت (طالبان) دې پرته له ولسه دا جګړه تر منطقي انجامه پر مخ بوځي.

د روان جهاد بشری ځواک (مجاهدین)، د هغوئ تمویل، پناه ګاه، پالنه او بستر ټول د همدې ولس له لوري دي، او دښمن غواړي د شبهاتو په راپورته کولو ولس د روان جهاد پر حقانیت شکمن او د مجاهدینو له ملاتړه یې په اعتقادي او عاطفي ډول منصرف کړي.

اسلامي امارت باید د اوسني حکومت شرعي حکم واضح کړي چې آیا هغه یو اسلامي نظام دی، که یو کفري نظام، او که د اسلامي شریعت له مخې کوم بل داسې وصف او حکم لري چې په خلاف یې جګړه فرض ده؟ تر اوسه چې دې نظام ته کوم نومونه کارول کېږي هغه (ګوډاګی) او (اجیر) دي، پداسې حال کې چې نه (ګوډاکی توب) کوم شرعي وصف دی، او نه هم (اجیر توب) داسې یو وصف دی چې د هغه له امله دې يې په خلاف جګړه فرض او د پوځيانو وينه تويول دې يې روا شي.

دې نظام ته باید د اسلامي امارت په سیاسی او فقهي ترمینالوژۍ (نومونې) کې خپل وصف ورکړ شي، تر څو یې شرعي حکم واضح شي او په خلاف یې د جګړې مشروعیت او یا فرضیت هم واضح شي.

د موجود نظام حقیقت:

په کابل کې د امریکا او نورو غربي هېوادونو په لاس د جوړشوی نظام په اړه چې حکم کېږي نو هغه به یوازې د نظام په اړه وي نه د افغان ولس په اړه. ځکه چې نظام د یوه حکومت حاکمیت، عقیدې، سیاسي تفکر، قوانینو، داخلي او خارجي سیاستونو او روابطو او د اجراآتو څرنګوالي ته ویل کیږي، او پر نظام باندې حکم همدغو بُعدونو ته په کتلو سره کېږي.

دکابل د ادارې حقیقت دا دی چې:

۱ – دې حکومت خپل مشروعیت له کومې دیني لارې نه دی حاصل کړی، بلکه امریکا یې د (بن) په کنفرانس کې اساس ایښی، او د همدې امریکا او د هغې د ملګرو لخوا د بې رحمه عسکري ځواک د کارولو او شدیدو بمبارونو په نتیجه کې د افغانستان تر اشغال وروسته پر افغانانو تحمیل شوی، او بیا همدغو اشغالګرو په بېلابېلو شکلونو د هغه د دوام لپاره وسائل او زمینه برابره کړې ده.

۲ – د دې ادارې عقیده او سیاسي تفکر ډیموکراسي، سیکولریزم او د نړۍ د کفري هېوادونو له لوري وضع شوي اصول، ضوابط، تړونونه او ميثاقونه دي چې دوئ یې په مجموع کې (نړیوال اصول) ګڼي، چې دا ټول کفري او له اسلامه پردي ارزښتونه دی.

۳ – د دې اداري ټول نافذ قوانین چې هغه که اساسي قانون دی، که حقوقي، جزایي، اقتصادی، سیاسي او نور قوانین دي ټول داسې جوړ شوي او عیار شوي دی چې شریعت ورکې یا اصلاً رعایت شوي ندی، او که ورکې یاد شوی هم وي نو په عملي ډول نافذ نه دی. خو ټولو ډګرونو کې په عمل کې بیا ټول هغه قوانین او لوائح نافذ دي چې د غربیانو په خوښه جوړ شوي او په هغو کې تغیير نه راوستل د هر ډول سیاسي جوړجاړي لپاره د امریکا شرط وي. پدي معنی چې که د امریکا په خوښه قوانین، حقوق، او سیاسي او اجتماعي جوړښتونه دلته نافذ پاتې کېږي نو بیا د جګړې د درېدلو امکان شته. او که داسې نه وي نو امریکا او ملګري به یې د دې جګړې د دوام لپاره هر کال څلور زره ملیونه ډالره ورکوي تر څو دلته د دې قوانینو، حقوقو او سیاسي جوړښتونو پایښت تضمین کړي.

۴ – د دې ادارې داخلي او خارجي سیاستونه هم هغه ډول طرح شوي او عملي کېږي چې غربیان یې غواړي. د دی ټولو سیاستونو، تړونونو او د مدني او اجتماعي جوړښتونو په جوړولوکې (غرب پالنی)، (سیکولریزم) او ډیموکراسۍ ته وفاداري اصل ده. او د جهاد په خلاف درېدل، د اسلام د نظام د حاکمیت د رامنځته کېدلو مخنیوی چې دوئ یې د (تروریزم او بنسټپالنې) مخنیوی بولي یوه اساسی وظیفه او مقصد.

۵ – د دې ادارې ټول سیاسي، پوځي، امنیتي، اقتصادي، فکري، تبلیغاتي، تعلیمي، قضایي اجرآت هم پداسې ډول او د دې لپاره ترسره کېږي چې دا هېواد دې د امریکا پر لاره روان او د هغې تر هر ډول مستقیم او غیر مستقیم حاکمیت او تأثیر لاندې پاتي شي.

د پورتني وضعیت په پام کې نیولو او په اساسی قانون کې د صریحو کفري مواد شتون ته په پام سره او د امریکا د اشغالګرو قواوو تر قیمومیت لاندې د دې ادارې چلېدلو په کتو به دا وضعیت نور په شرعي لحاظ حتماً د دې وړوې چې پر دې ادارې دې هغه شرعي حکم وکړای شي چې د کومې په نتیجه کې يې له منځه وړل ضروري، په خلاف یې جنګیدل فرض، او د ملاتړو وینه تویول یې حلال وي.

داسلامي امارت له لوري باید په پراخه ډول د ولس پرګنو ته دا ور وپوهول شي چې د امارت جګړه د کوم شخص ،قوم،کوم تنظیم او یا دکومې سیمې د خلکو په خلاف نه ده روانه، بلکې دلته جګړه دیوه داسې نظام او د هغه د عقایدو، پالیسیو او حاکمیت په خلاف روانه ده چې د کفارو لخوا او د هغوئ په زور حاکم کړل شوی، د هغوئ لپاره جنګېږي، او د هغوئ له لوري ورکړل شوي پروګرامونه او اجنډاوې تطبیقوي.

او د هېواد هر هر فرد ته دا روښانه کړل شي چې اوسنی نظام داسې نظام دی چې د کفري قواوو له لوري حمایه کېږي او تمویلیږي، او همهغوئ یې د تمویل لپاره کله په لندن کله په شیکاګو، کله په اوسلو،کله په بن او کله به نوروځایونو کې کنفرانسونه جوړوي، اهداف ورته ټاکي، او مالي او سیاسي مرستې ورسره کوي. نو په افغانستان کې چې هر هغه څوک د دې نظام په سیاسي، امنیتي، پوځي، عدلي او قضایې او نورو مهمو ارګانونو کې په خپله خوښه پرته له اکراه کار کوي، ملاتړ یې کوي او دفاع ورڅخه کوي، په حقیقت کې دوئ په خپله په داسې یو صف کې درېږي چې کفارو جوړ کړي، د کفري هېوادونو له لوري حمایه کېږي، او برنامې او اجنډاوې هم د همهغوئ له لوري ورکول کېږي چې پدې کار سره دغه خلک په خپله د اسلامي عقیدې او اسلامي شریعت له سرحدونو پښه اړوي، او په خپله خوښه په هماغه صف کې درېږي چې قیادت، واک او د سیاستونو تعیین یې له حربي کفارو سره دی. نو ځکه خو د دغو افرادو او جهتونو حکم هم هماغه حکم ګڼل کېږي کوم چې د صف د قیادت او د هغه د نظام حکم دی.

دلته د نظام د ماهيت په تعيين کې د افرادو شخصي مسلماني، تقوا، افغانيت او وطندوستي او جهادي سابقه هېڅ اثر نه لري، ځکه چې نظام دکفري اشغال په نتيجه کې جوړ شوی، او د نظام عقيدوي، فکري، سياسي،پوځي او امنيتي ارزښتونه هم د کفري اشغالګرو له لوري ټاکل شوي دي. د دې نظام په ځېنې ناسياسي، ناعدلي او ناپوځي شعبو کې که مسلمانان هم کار کوي نو دهغوئ مثال داسې دی لکه برتانيې، فرانسې او يا امريکا په ځينو دغه ډول ادارو کې چې ځېنې مسلمانان کار کوي. او لکه څنګه چې په هغو نظامونو کې دهغوئ شتون هغه نظامونه نه اسلامي کوي همدغه ډول دلته هم د افرادو په حيث د مسلمانو افغانانو شتون دغه نظام نه اسلامي کوي.

نو ځکه خو د موجود سياسي نظام او د هغه د حاکميت د له منځه وړلو د مشروعيت لپاره د امريکايي او نورو اشغالګرو شتون هېڅ شرط نه دی. که امريکايان وي هم دا نظام د منلو نه دی او که نه وي هم د منلو نه دی. او په هر حالت کې يې له منځه وړل او پرځای يې د سوچه شرعي نظام راوستل يو شرعي مکلفيت دی.

او که هر څوک د دې اوسني نظام د بقا او يا د هغه د سطحي ترميمکارۍ او يا هم له هغه سره پداسې حال کې سوله کوي او برخه يې ګرځي چې په پوره معنی اسلامي شوی نه وي نو هغه په حقيقت کې په دې هېواد کې د جګړې د تداوم او د حاکم نا اسلامي نظام په خلاف د جهاد د مشروعيت لپاره حالات برابروي، او له لدې سره مرسته کوي چې د اوږدې مودې لپاره دې نور هم په افغانستان کې وينې تويې شي. پای



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.