افغانستان

د طالبانو په سرتېري برید کې ټپي شوی جاجو، په روغتون کې ومړ

د کندهار داتمې حوزې آمر عبدالودود سرحدي، چې په جاجو مشهور و، د یو سرتېري برید په پایله کې ټپي او په روغتون کې يې سا ورکړه.د کندهار د امنیه قومانداني ویاند ضیاالرحمن درانی د جاجو مړینه مني او وايي چې جسد يې تر دا مهاله په روغتون کې دی.

په جاجو باندې نن ماسپښین درې بجې د کندهار ښار په لویه ویاله سیمه کې د يو پلي کس له خوا سرتېری برید وشو. چې د کندهارچارواکو له خولې یواځې جاجو او د هغه موټر پکې له منځه تللی دی.
د عبدالودود سرحدي اړوند هغه مهال ولسي کرکه راوپاریده، چې په کندهار کې يې له يوې پښتنې شاعرې ـ مینه انتظارـ سره د ناوړه چلند خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.
مینه انتظار د پېښې له پېښېدو تراوسه د جاجو د محاکمې غوښتنه کوله،چې دولتي مسوولینو ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې. جاجو د عبدالرازق نږدې ملګری و، چې د سیمې اوسېدونکي ترې تل شکایت کوي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او ويلي يې دي، چې برید د دوی د ملګري له خوا شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x