روسيه کې پوځي الوتکه را لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د روسيې ختيځ سایبریا ته نژدې په تومسک ایالت کې د دې هيواد يوه پوځي الوتکه رانسکوره شوې.

ياده الوتکه چې په کې شپږ تنه سپاره وو د نسکورېدو له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د روسيې د امنيتي سرچينو له مخي الوتکه پرون د دوشنبې په ورځ په تومسک ایالت کې هغه مهال را لوېدلې چې غوښتل يې بېړنۍ ناسته وکړي.

لا هم د الوتکي د نسکورېدو علت نه دی په ډاګه شوی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د الوتکي ډول می ۸ ښودل شوی.

د یادوني ده چې دوه ورځي وړاندي هم د روسيې يوه مسافر وړونکې الوتکه د روسيې پلازميني ته څېرمه را ولوېده او له امله يې ۷۱ تنه مسافر ځای پر ځای په کې ووژل شول.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د