کرېکټ: نیوزېلنډ انګلستان ته له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د نیوزېلنډ او انګلستان ترمنځ په شل اوریزو سیالۍ کې انګلستان له سختې لوبې وروسته له نیوزېلنډ څخه د ۱۲ منډو په توپير ماتې وخوړه.

په استرالیا کې کېدونکې درې اړخیزه سیالۍ کې نن نیوزېلنډ او انګلستان مخ شوي وو، چې انګلستان ته یې له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به له استرالیا سره پایلوبه ترسره کوي.

ننۍ لوبه کې پچه کې انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه چې غلطه ثابته شوه، او نیوزېلنډ په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا مارټن ګیپټل چې لومړی توپوهنې ته راغلی و ښه لوبه وکړه او د ۶۵ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، دده په چټکو منډو کې درې شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې دي، چې ورپسې کین ویلیمسن غوره او چټکه لوبه ترسره کړه او د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته یې ۷۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې انګلستان ښه توپوهنه پېل کړه، خو وروسته د ویکټ په نه ساتلو یې لوبډله له ستونزو سره مخ شوه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۸۴ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا الیکس هیلز ۴۷ او ډیوډ ملان ۵۹ منډې جوړې کړې.

نیوزېلنډ به له استرالیا سره پایلوبه کوي، که دوی وګټله بیا به له انګلستان سره بله پایلوبه هم ترسره کوي، چې ګټونکې لوبډله به د ټرانس ټاسمن ټرای سیریز اتله شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.