چارواکي وايي، فراه کې يې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فراه امنيتي مسوولين وايي، په دغې ولايت کې يې نن سهار د طالبانو پر ضد ګډ عمليات پيل کړي دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وايي، په دغې عملياتو کې پوليس، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه ګډون لري.

د باهر په خبره، تر دې دمه په پشترود ولسوالۍ کې څو کلي له طالبانو نيول شوي او امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

تر اوسه پورې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د نښتو راپورونه نه دي ورکول شوي، خو د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار يې د عملياتي قوې يو ټانګ په ځمکه کې د خښ شوي ماين په واسطه الوزولی، ټانګ په مکمله توګه ويجاړ او پکې دوه تنه عسکر وژل شوي، دوه نور ټپيان دي.

امنيتي چارواکي په داسې حال کې د عملياتو د پيل خبر ورکوي، چې څه موده مخکې د فراه ولايت معاون محمد يونس رسولي د دغې ولايت د احمتالي سقوط خبرداری ورکړی و.

د راپورونو له مخې، د فراه ولايت ډېره برخه د طالبانو تر واک لاندې ده او اوس مهال طالبان د والي د دفتر په څو کيلو مترۍ کې فعاليت کوي او وخت ناوخت په دولتي پوځي مرکزونو بريدونه کوي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ د فراه نوي ټاکل شوي والي عبدالبصير سالنګي په دې اعتراف وکړ چې د فراه ولايت په زياته برخه خاوره طالبان واکمن دي او په دې ولايت کې د ميشتو امريکايي ځواکونو له قومندان جنرال کري سره يې د لېدنې په ترڅ کې په جګړو کې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

جنرال کري هم له والي سره د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه وکړه او په خبره يې چې له دې وروسته به زياته پاملرنه هوايي بريدونو ته واړوي.

په هدې وروستيو کې د  بهرنيو ځواکونو له زياتېدونکو عملياتو سره د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

د امريکايانو په ګډون شاوخوا درې سوه ناټو ځواکونه د فراه په هوايي ډګر کې ميشت دي او وخت ناوخت په ځينو شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې برخه اخلي.

وړمه ورځ طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، د فراه په هوايي ډګر يې دوه توغندي وار کړل، چې په میلمستون ولګېدل او په ترڅ کې يې اووه ایټالوي عسکر ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.