نظــر

ولسواکي – لیکوال: اسد الله رزین

ولسواکی اوټاکنی دوه داسی ټکی دی چی په نړۍ واله سطحه منل سوی اوپه بی ساری ډول سره یی هرکلۍ کیږی. اوظاهرا داسی ښئ چی شخصی اوخاندانی حکومتونه که ترهرنامه لاندی وی له یوه مخه د ډیری زړی دوری پاته شونی دی.

دبیرته راګرزیدو نه وړتیا لری ، نه اړتیا ورته شته اونه یی شونتیا شته . او یا داچی: نور ظلم اوټول ډولونه یی په ټینګه محکوم سوی او د انسانیت دکړولو ، په ټانګ پسی کشولو، بمباردولو ، په سپو خوړلو اود اور پری بلولو  هیڅ حق نه لری.

او انسان به د خپل سرنویشت ټاکلو لپاره دیادو دوو ټکو په پولو کی هلی ځلی کوی او د خپل نن او سبا پته به لګوی ، خو له افسوسه سره ټولی تیری آزموینی داسی وایی چی: په یادو دوو ټکو کی چی دوی یی بنسټونه بولی هغه کړنیز (اجرائیه وی).

ځواک نشته چی ټاکنی او په پایله کی یی ولسواکی  دیوه رڼه حقیقت په بڼه کی را جوته سی ځکه چی یاد دوه ټکی پخپله د انسان لپاره د انسان د حکومت د غربی یا ښکیلاکی فکر زیږند: غولونکی، دوه مخی او چی عمل هیڅ نه شی پری کیدای ټکی دی چی: خپل ټول عمر یی له روڼ والی سره نه یواځی په مخالفت کې بلکی په سره بدی کی تیرکړی دی.

او زما په اند خو یی یاد دوه ټکی د روڼ والی دمخنیوی لپاره تراشلی اوپه موږ یی په هغه ډول منلی لکه دوی چی نومولی دی.

موږ چی  تر اوسه پوری څه اوریدلی ، لوستلی او لیدلی دی د هغو ټولو پایله یوه او هغه داده چی: یاد ټکی یواځی ادعایی حیثیت لری نه حقیقی اونه عملی . او د دوی د ادعاګانو په اپوټه تل د زور واکانو په لاس کی دکمزوری دټکولو لپاره تازینی ثابتی شوی دی.

کړنی اوروان حالات داسی ښئ چی: که ولسواکی ددوی دنوی ماډل شاهنشاهیت، فرعونیت ، او سرداری نظام په چوپړ کی چی تر پخوانی شاهنشاهیت ډیر انسان خوړونکې ده، پاته کیدای سی، ښه خبره ده، منو یی او که نه سی پاته کیدای بیخی یی نه منو.

په ټوله نړۍ اوځانګړی ډول سره په آسیا اوافریقا کی تر بل هر وخت د نوی ماډل شاهنشاهیت یا طاغوتی واکداریو د راتلو په درناوی کی هره روځ په زیات شمیر کی انسانی بی ګناه ځانونه له منځه ځی ، دعزت لوټونی  کچی تر کچو اوړی ، د یتیمانو ناری او سوری دویده ضمیر دروازی ورټکوی، او د کونډو شمیر ټول انسانیت ته په ګواښ بدلیږی خو د وخت رټلی ددوی په ژبه بنسټونه اوسوړن دعویداران یی دهیڅ جلاد او چنګیز له لاسه چاړه نه اخلی بلکی پخپل لاس بل کړی ورته د یادو ټکو په حکم نور تیل ورشندی چی له چړی پاته مظلومان هم پکی وسوځی او د هر جابر او قاتل خو په ځانګړی ډول سره د (قاتل بن قاتل) بشار الاسد نوی ماډل بربریت اوعلویت خوندی پاته سی . ځکه چی : د علوی بربریت په نسکوریدوسره غربی وحشت ډاریږی چی مکړه په سوریه کی به مصر ته ورته اسلامی حکومت رامنځ ته سی، نو د غرب تر دښمن اسلامی حکومت خو بیا (بشار) ددوی لپاره وهلی کلا ده ځکه چی له دوی سره ډیری مشترکی او ورته ځانګړنی لری . او د بیخی نیژدی تاریخ په اوږدو کی داسلامی خوځښتونو د ځپلو او خوړلو په برخه کی یواو بل ته ډیر ښه پاسونه ورکړی چی په پایله کی له یوه لوری اسلامی خوځښتونه وځورول سوو اوله بلی خوا د حافظ الاسد دهغه مهال روس ته ورته بربریت  دعلویت په پوښ کی تراوسه پوری ادامه لری.

له بله لوری بیا په منځنی ختیز اوافریقا کی عسکری ظالمو ځواکونو ته دیاد شاهنشاهیت په واک کی پاته کیدو او واک ته درسیدو لپاره بی واګی صلاحیتونه ، فرصتونه، سهولتونه اوبی شمیره مالی اوتسلیحاتی ګدامونه  په واک کی ورکړی دی. او د دوی په ژبه بیسټونه او مکار دعویداران یی د ملا تړی او په حقه ښودلو لپاره بلکل د تیارسی په حال کی او فعال اوسیږی چی: تازه بیلګه یی په مصر کی

امریکایی اوغربی دموکراسی اوولسواکی ده.

مصر په اسلامی نړی اونړیوال سیاست کی ځانګړی ځای اوځانګړی ارزښت لری.

مصر هم له هغو اسلامی هیوادونو څخه یوده چی: د عربی پسرلی په لړ کی یی د (حسنی مبارک) فاسد او مزدور حکومت دمصری مسلمانو پرګنو د بی ساری ځانی او مالی سرښندنو په پایله کی رانسکور کړ. او (اخوان المسلمین ) د وضعیت دخرابیدو د مخنیوی او مصری ولس منډو او ترړو ته د درناوی لپاره دګرم خوځښت او اوښتون دساتلو او دولس له غوښتنو سره په مطابقت کی په هغه نازک وخت کی د مصر د مسلمان ملت مشرتا به ته غاړه کیښوده . او د بحران په خوله کی مصریی دډاډ اوباور غیږی ته ورساؤ. او تش په نامه بنسټونو او دروغ زنو دعویدارانو ته یی خالی ځای پری نه ښود چی دوی یی د پلمی په ډول وکاروی اوددی لوی مسلمان ملت اراده اوفیصله ورخپه کړی.

د اخوان المسلمین او لوی مصری ولس د (حسنی مبارک) د اوږده ظلم ټول وږده داستانونه په یادو، خو د اسلامی بی ساری لوی خوځښت او د عفوی اصل ته په دره ناوی کی هر څه هیر او یو ګام یی هم د بدلی اخستلو لپاره ورمخ کی نه کړ. او په ډیره لیږه موده کی یی ټولیزو(عامو) ټاکنو ته لاره هواره کړه.
زما په اند خو به دټاکنو په ټول تاریخ کی دا لومړۍ ځل ټاکنی وی چی بلکل رڼی او له هر ډول لاس وهنو خوندی وی چی: دروڼ والی ګواه یی هم پخپله د امریکا پخوانۍ رئیس جمهور او د نوبل په انعام ستایل سوی (جیمی کارتر) ؤ.

پټه دی پاته نه وی چی: د ټاکنو دروڼ والی لامل غربی ککړ ددوی په ژبه بیسټونه نه بلکی د اخوان المسلمین د ازمویل سوی اصولی تنظیم اصولی تګ لاره وه.

د ټاکنو په پایله کی مسلمان ځواکونه په پوره ځواک کی دحکومت جوړول وله وړتیا سره رابرسیره شوو. او د محمد مرسی تر مشرتابه لاندی یی اسلامی حکومت جوړ کړ چی : دمصری مسلمان ولس له  بی ساری پراخ ، تاوده اوزړه غواړی هرکلی سره مخامخ سو.

په سنګر کی ناست او نوی ماډل عسکری شاهنشاهیت ته سترګی په لاره اود ولسواکی دعویدار دښمن ته دا حالت نه دکتلو او نه د زغملوؤ. د وړ فرصت لاری یی څارلی . د څار په پایله کی څه ډاډ ترلاسه کړ او د یو(سیسی ) د پیرودلو په لټه کی سو چی: (سیسی) یی پیدا او د خپل مسلمان قوم د مسلمانی ارادی او پریکړی په وړاندی یی د یو تاریخی جنایت د تر سره کولو لپاره په شا وټکاؤ.

(جنرال عبد الفتاح السیسی) چی : د اسرائیلو ، انګلستان او امریکا بشپړ ډاډ او ملا تړی ته وکتل خپل نوم (عبد الفتاح) یی هم له یاده وغورځاؤ . او د ( دوی د ولسواکی، روڼ والی، جیمی کارتر) او له کلو کلو راهیسی د یو صالح حکومت په هیلو کی لوی مصری ولس ، ټولو توی سویو پاکو وینو ، بی شمیره ټپیانو او پخپله د محمد مرسی صاحب د اسلامی حکومت په ضد یی کودتا وکړه.

اسلامی حکومت یی ړنګ او د بند یخانو دروازی یی د مسلمان ولس د استاذی حکومت د کارکونګو او نورو مسلمانانو د ورټیل وهلو او ورغورځولو لپاره پرانستی او (سیسی) شکلا دحکومت په ګدۍ کینوست.

د اګلستان پخوانۍ صدر اعظم (تونی بلیر) چی: په انګلستان کی د (۲۵) سلنه  خلکو له لوری د جنګی مجرم په توګه پیژندل سوی ټولی هغه خبری له یاده استلی چی د ولسواکی د بنسټ توب اوپه حقه توب په باره کی به یی په ډیر شدت سره کولی.

هغه وایی چی:   

غرب باید د اسلامی ځواکونو په وړاندی هراړخیز جنګ ته د لومړی توب حق ورکړی. او په ټول غربی توان سره باید د (سیسی) د عسکری وحشی او بربری شاهنشاهیت دوامدار ملا تړ وسی.

اخوان المسلمین د یوه تنظیم په حیث د آزمویښتونو په تاریخ کی ځانګړی ځای لری. او د آزمویښتونو په بټیو کی پوخ سوی د صبر او استقامت صورت ده .

هغه د شاته کیدو، متیدو، تښتیدو او اغیزمن کیدو تنظیم نه ده .

هغوی یواځی او یواځی د خپل ثبات او استقامت پاته مراحل طی کوی .

ان شاء الله هغه بیرته ډیر زر راګرزی ، خو ژمۍ تیریږی  او بدنامی یی سکرو ته پاته کیږی.

رزین          ۲۴/۵/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x