کرېکټ بورډ د حمید حسن پر کور شوی برید غندلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکزي ښار جلال اباد کې تېره شپه نهه بجو شاوخوا د نامعلومو وسله والو لخوا د افغانستان کرېکټ نامتو او چټک توپ اچونکي حمید حسن پر کور لاسي بم برید شوی.

دغه برید چې کوم ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی د کرېکټ بورډ لخوا غندل شوی، او دوی باور لري چې دغه برید کوم ترهګریز برید نه و بلکې جنایي جرمي اړخ لري.

کرېکټ بورډ زیاتوي: «د افغانستان کرکټ بورډ د حمید حسن په کاله برید د لوبو پر سولیز بهیر او ددغه هیواد د خوښیو پر یوې لویې سرچینې برید ګڼي او تر شونې کچې په سختو ټکو یې غندي».

د کرېکټ بورډ په وینا دغه برید چې کوم ترهګریز برید نه و بلکې جنایي جرمي اړخ یې لرلو، ځکه چې څه موده وړاندې غلو او جنايي جرمي ډلو د حمید حسن له کورنۍ د پیسو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړی و که پیسې ورنکړي، پرې به برید وکړي او زیان به ورواړوي، که څه هم د حمید حسن کورنۍ وار له مخه د ننګرهار امنیتي بنسټونه له دغه ګواښه خبر کړي وو، خو تر ګواښ شاو خوا دوه اونۍ وروسته حمید حسن بیګا خپل کور ته تللی و، چې په کور یې د لاسي بم برید وشو.

کرېکټ بورډ د حمید حسن کورنۍ او د هغه مینوالو سره خواخوږي ښودلې او د امنیتي ارګانونو څخه یې د برید کونکو د موندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې، چې په راتلونکې کې د ورته پيښو مخنیوی وشي او د کرېکټ بهیر زیانمن نشي.

له بل اړخه حمید حسن هم د افغانستان امنیتي ارګانونو څخه ګیله ښکاره کړې او ویلي یې دي چې امنيتي ارګانونه که د داسې پيښو مخنیوی ونه کړي د کرېکټ هیڅ کوم لوبغاړی به د امنیت احساس ونکړي او دا به د کرېکټ لپاره یو لوی زیان وي.

د یادونې وړ ده چې حمید حسن له ډیرې مودې وروسته کرېکټ ته راګرځېدلی و او د زمبابوې په وړاندې لوبه کې شامل شوی و خو د ټپي کېدو له امله له لوبو بهر شو او هېواد ته راستون شوی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.