د راشد خان غوره توپ اچونې زمبابوې لوبډله تر ۱۵۴ منډو محدوده کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د زمبابوې او افغانستان ترمنځ دریېمه یو ورځینۍ لوبه کې د راشد خان او مجیب ځدراڼ په غوره توپ اچونه د زمبابوې لوبډله تر ۱۵۴ منډو محدوده شوله.

د زمبابوې لوبډله په لومړي کې ښه توپوهنه ترسره کړه چې سکندر رضا او ارواین غوره ملګرتیا وکړه او ددوی ۱۱۷ منډو پر وخت درې لوبغاړي سوځېدلي وو چې راشد خان پرلپسې دوه ویکټې واخیستې او د زمبابوې لوبډله یې له سخت فشار سره مخ کړه.

راشد خان که څه هم د لوبډلمشر لخوا ناوخته توپ اچونې ته راغی خو خپله وړتیا یې ثابته کړه، او د زمبابوې ۵ لوبغاړي یې وسوځول، نوموړي ۸.۳ اورونو کې په ۲.۸۲ اکانومي ریټ سره ۲۴ منډې ورکړې، او همدا ډول یې په یو ورځنیو لوبو کې درېیم ځل لپاره ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

له بل اړخه مجیب ځدراڼ هم ښه توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ۱۰ اورونو کې ۴۵ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې، دولت ځدراڼ او ګلبدین نائب ۱-۱ ویکټه واخیستله، چې محمد نبي په هیڅ کومه ویکټه ترلاسه کولو بریالی نشو.

اوسمهال افغانستان توپوهنه پېل کړې ده چې په ۳ اورونو کې يې ۱۶ منډې جوړې کړي او هیڅ کومه ویکټ یې له لاسه نه ده ورکړې.

 

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.