سره میاشت سل ناروغ ماشومان د درمنلې لپاره جرمني ته لېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې ده، سبا چهارشنبه سل افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول شي.

د سرې میاشتې ټولنې سرپرست میرویس اکرم نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د درملنې لپاره جرمني ته تلونکي هغه ماشومان دي، چې په افغانستان کې یې درملنه ناشونې ده.
ده وویل، دغو سلو ماشومانو کې ځینې سخت سوځېدلي او ځینې یې د هډوکو ناروغي، چې د «دهکده صلح» د ټولنې په مرسته جرمني ته لېږل کېږي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي، اوس مهال شپږ زره ماشومان د زړه د سوري ناروغي لري؛ خو د امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولی ټول جرمني ته د درملنې لپاره ولېږي.

د یادې ټولنې د سرپرست مشر په خبره، د دغو ماشومانو د درملنې لپاره ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري؛ خو نه دومره امکانات لري او نه یې درملنه په افغانستان کې شونې ده.

نوموړي وویل، هره ورځ له لسو تر پنځلسو پورې ماشومان د سرې میاشتې ټولنې سره ثبت کېږي او اوس مهال یې ۶ زره ماشومان ثبت کړي، چې ډېری یې د زړه د سوري ناروغان دي.

د افغان سرې میاشتې د ټولنې له خوا له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې ۴ زره افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره بېول شوي، چې د زړه د سوري، سخت سوځېدو او د هډوکو ناروغي یې لرله او درملنه یې په افغانستان کې ناشونې وه.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د زړه د سوري ناروغانو او د هډوکو د ناروغانو لپاره یې یو مجهز روغتون جوړ کړی او ډېر ژر به په کار پیل وکړي.

افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د هډوکو او سوځېدنې په برخه کې یې تر دې مهاله د ۴زره کسانو او همدا ډول د سوري زړه په برخه کې یې د ۷ زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د