افغانستان

پاکستان يو ځل بيا پر کونړ له سلو زيات توغنديز بريدونه کړي

نن ټکی اسيا: کونړ ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر کونړ ولايت شاو خوا ۱۲۵ راکټي بريدونه کړي دي.

د کونړ ولايت امنيه قومندان عبدالحسيب سيدخيلي وايي، چې پاکستاني پوځيانو نن سهار له لمانځه وروسته تر نن ماذديګر ناوخته د کونړ پر دانګام او شيګل ولسواليو ۱۲۵ راکټي بريدونه کړي دي.

سيدخيلي زياتوي، چې نوموړي توغندي د ډيورینډ کرښې ته څېرمه د دانګام ولسوالۍ پر ګوريګا، بيله سياڼ او ګڼو نورو سيمو لګيدلي، او ډېری بريدونه د شيګل ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو شوي، چې ولسي خلکو ته يې درانه مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.

 

د يادونې وړ ده چې کونړ ولايت د ډیورند کرښې سره هغه ولايت دی چې، څو ځله د پاکستاني پوځيانو لخوا پرې راکټي بريدونه شوي او تر اوسه پکې لسګونه ملکي وګړي شهيدان شوي او ډېر مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د کورنيو چارو وزارت دغه بريدونه غندلي او له پاکستانه يې غوښتي چې، سمدستي دغه بريدونه ودروي، خو افغان حکومت تر اوسه په دې نه دی توانيدلی، چې په دې اړه يوه قوي کړنلاره وټاکي او د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونه مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x