افغانستان

د بلخ اوسېدونکي: وژنې، غلاوې او د خلکو تهديدونه ورځ تر بلې زياتېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولايت اوسېدونكي په دې ولايت كې د غلاوو، وژنو او د نا امنيو له زياتوالي اندېښنه څرګندوي.

د مزار شريف اوسېدونکي وايي، د هرې ورځې په تېرېدو د ښار امنيتي وضعيت خرابېږي او امنيتي ادارې د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلي دي.

دوی وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې په مزار شريف ښار کې مرموزو قتلونو، وسله والو غلاوو او د غير مسووله وسله والو له لوري د خلکو ځورولو زور اخيستی چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

د بلخ اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د روانې نا امنۍ، وسله والو غلاوو او مرموزو قتلونو مخه دې ونيسي.

د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډيو ته مرموز قتلونه، وسله والې غلاوې او د نا څرګندو وسله والو له لوري د لارو نيول تاييدوي او د دغو جرايمو د زياتوالي اصلي لامل په ښار کې د نفوس زياتوالی بولي.

يادې سرچينې ته، د بلخ د حوزوي روغتون مسوولينو ويلي چې يواځې د تېرو دوو ورځو په موده کې په مرموز ډول د وژل شويو درې تنو جسدونه وروړل شوي دي.

تېره مياشت د کورنيو چارو وزير ويس برمک په يوه غونډه کې ويلي و، چې په ځينو لويو ښارونو کې جنايي پېښې، قتلونه، غلاوې او انسان تښتونې زياتې شوي چې په ډیری دغه ډول پېښو کې پوليس ښکېل دي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې د بلخ ولايت پر سر د عطامحمد نور او ارګ تر منځ لانجې روانې دي.

ويل کېږي، په دغې ولايت کې سلګونه کسان د عطامحمد نور له خوا وسله وال شوي او ډیری جرمي پېښو کې لاس لري.

ارګ د بلخ ولايت لپاره انجينير داود نوی والي ټاکلی خو لانجمن والي عطامحمد نور لا هم خپلې دندې ته ادامه ورکوي او هره ورځ حکومت ګواښي وايي تر هغې يې چې غوښتنې نه وي منل شوي، دی به د بلخ ولايت نوي والي ته ونه سپاري چې د والي په توګه رسمي دنده پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x