نړۍ

امریکا راتلونکي کال کې له پاکستان سره ۳۳۶ ميليون ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکا متحده ایالاتو د را روان ۲۰۱۹ م کال لپاره خپله کلنۍ بوديجه اعلان کړې.

د متحده ایالاتو لپاره د راتلونکي کال بوديجه چې د ټرمپ له لوري اعلان شوې ۴ ټريليون ډالر بلل شوې.

هغه اعلان چې د ټرمپ له لوري د بوديجې اړوند خپور شوی په کې راغلي چې امريکا به له پاکستان سره په راتلونکي کال کې ۳۳۶ ميليون ډالره مرسته وکړي.

د ۳۳۶ ميليون ډالر مرستي له جملې نه يوازي او يوازي ۸۰ ميليون ډالره نظامي او پاته ۲۵۶ ميليون ډالر غیر نظامي مرسته بلل شوې.

په دې وروستيو کې د امريکا له لوري پاکستان له طالبانو او نورو ډلو سره په مرسته او هغوی ته په پټنځايونو ورکولو تورن بلل شوی وو چې له امله يې امریکا پر پاکستان د مرستي بندېدو خبرونه ورکول.

که څه هم د امريکا متحده ایالاتو کانګریس پر پاکستان د پوځي مرستو له بندولو وروسته د غیر پوځي مرستو بندولو هوکړه اماده کړې وه خو اوس په راتلونکي کال کې ورسره د ۳۳۶ میلیون ډالر نظامي او غیر نظامي مرستي اعلان کوي.

هغه مهال د امريکا د کانګريس غړو وړاندوينه کړې وه چې له پاکستان څخه را ګرځېدونکي مرستي به په امريکا کې په بنسټيزو پروژو وکارول شي.

پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه څه نه دي ويلي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x