افغانستان زمبابوې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغانستان زمبابوې ته په درېیمه یو ورځینۍ سیالۍ کې د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز کې په دوه یو مخکې شو.

لومړی توپوهنه زمبابوې لوبډلې وکړه چې تمه یې لرله د تیرې لوبې په څېر به ښه وځلیږي خو د دولت ځدراڼ او مجیب ځدراڼ په ښه توپوهنه یې ونشو کړای ښه پېل ترسره کړي، وروسته د سکندر رضا او اوراین تر منځ ښه ملګرتیا وشوه چې لوبې ته یې یو څه روح ورکړ، او په ۱۱۷ منډو ۳ لوبغاړي سوځېدلي وو.

داسې بريښیده چې دوی به یو ځل بیا ښه ملګرتیا ترسره کړي خو د راشد خان د راتلو سره سم یې ددوی ملګرتیا ته د پای ټکی کیښود او د سکندر رضا ویکټ یې ترلاسه کړه، چې ورپسې یې بل لوبغاړی هم وسوځاوه او د زمبابوې لوبډله له فشار سره مخ شوه او ویې نشو کړای ستر هدف وټاکي.

همدا ډول یې ټول لوبغاړي په ۱۵۴ منډو وسوځېدل، راشد خان په ۸.۳ اورونو کې په ۲.۸۲ اکانومي ریټ سره ۲۴ منډې ورکړې، او همدا ډول یې په یو ورځنیو لوبو کې درېیم ځل لپاره ۵ ویکټې واخیستلې، نوموړي په ۳۵ یو ورځنیو لوبو کې ۸۱ ویکټې ترلاسه کړې دي، چې ننۍ لوبه کې یو ځل بیا د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

مجیب ځدراڼ هم غوره توپ اچونه ترسره کړه او ۳ مهم لوبغاړي (مایر، ټیلر او ویلر) یې وسوځول، دولت ځدراڼ او ګلبدین نائب هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې افغان لوبډلې ښه او تخنیکي توپوهنه ترسره کړه، په ځانګړي ډول رحمت شاه یو ځل بیا یې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او نیمه سلیزه یې ووهله، نوموړي په ۴۴ توپونو د یوې شبږیزې او ۸ څلوریزو په مرسته ۵۶ منډې جوړې کړې او د زیاتو څلوریزو وهلو جایزه یې هم ترلاسه کړه، همدا ډول ناصر جمال هم نیمه سلیزه ووهله او ۵۱ منډې یې جوړې کړې.

افغانستان ټاکلی هدف په ۲۷.۳ اورونو کې د نجیب ځدران په ښکلې څلوریزه پوره کړ او سیریز یې په دوه یو خپل کړ، چې راتلونکې لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي.

د یادونې وړ دی چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۱۵۴ منډو، په دویمه لوبه کې زمبابوې افغانستان ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړې وه، چې په ننۍ لوبه کې یو ځل بیا زمبابوې ټولې ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د