روښتونی تاجر د انبیاو ، صادقینو او شهداو ملګری !!!

لیکنه : مفتي کلیم الله کلیم …

د پریشانیو په دې دنیا کې ټول خلک د یو څه د تر لاسه کولو لپاره په راکړه ورکړه ، پېر پلور او نورو لارو کې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي ، د دې لپاره اسلام تر ټولو غوره او پاک اقتصادي نظام لري ، چې له هره فریبه ، چل او دروغ ګويې نه صاف شفاف او د بشري ټولني په ګټه دی ، که د اسلامي نظام نه علاوه په نورو لارو کوشش وشي ، نه دا چې څه به ترینه حاصل نه کړي ، بلکي د ځان لپاره به یو بار او پېټی جوړ کړي ، ځکه الله رب العزت هر انسان ته خپل رزق له ډیره پخوا لا لیکی دی ، او وايې: پر دې قلمونه ووچ شوي دي .

یاد ساتئ ! چې رزق هغه دی، چې سړی يې پر ځان اولاد او ښو لارو مصرف کړي ، او د دې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله نه سوال هم کړي دی ، چې یا الله له تا نه د پراخ رزق غوښتنه کوم . او هغه بیا دنیا ده ،چې ورباندي ستړی ستومانه وي ، جمعه يې کړي او بل ته ترینه پاته شي ، له دېنه پیغمبر علیه السلام پناه غوښتې ده .

د اسانیت پر کمزورې ټولنه د الله جل جلاله د بې شماره نعمتو نه دا هم دی ، چې کله بنده د ځان ، اولاد او خپل کور لپاره حلاله روزي ګټي ، هغه هم ورته په عبادت حسابه وي ، د حلال کسب او تجارت په اړه په بخاري کې د مقدام بن معدیکرب په روایت سره رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : چې غوره مړۍ به هیڅکله چا نه وي خوړلې ، مګر هغه چې د خپل د لاس له کسبه وي ، د الله نبي داود علیه السلام به د خپل لاس د کسب نه خوراک کاو . بخاري: 3/57.

له انس رضي الله عنه نه روایت دی ، چې عافیت او سلامتي لس برخي لري ، نه (9) حصې يې په معیشت کې دي او یوه يې په نورو ټولو شیانو کې دی . فردوس الدیلمي : 4231 .

علامه امير په تنویر کې د دې حدیث په تشریح کې وايې : څوک چې حلال کاروبار نه کوي ، هغه به د دنیا او آخرت په ذلت او افتو اخته شي ، لکه د خلکو نه په سوال به اخته شي ، او پر الله رب العزت به بدګومانه شي . التنویر شرح الجامع الصغیر:7/365.

د حلال کسب او تجارت په اړه د عبد الله رضي الله عنه په روایت خوږ نبي علیه السلام ارشاد کوي : چې د فرضو نه په دوهمه درجه کې ، د حلالي مړۍ ګټل فرض دی . شعب الایمان:11/175.

ملا علي قاري رحمه الله وايې : چې اصلي پرهیزګاري ، حلاله روزي ده ، او دا د تقوا بنیاد هم دی .

حلاله روزي، تجارت او کسب که له یو خوا سړی ، د بل له سوال او فقر نه ژغوري ، خو بل خوا کسب داره خلک د الله په لار کې ډیر څه کولای شي ، د هغو په نسبت چې د فقر او مسکنتیا ښکار وي ، په خپل مال سره د الله په لار کې جهاد او د دین ساتنه ، د مسلمه نړۍ د بې وزلو سره خواخوژي ، د غریب لاس نوی ، د خپل دوست او خپلوانو صیله رحمي ، دځان لپاره نفلي عبادات لکه حج صدقات او داسي نور هر څه ، هله کولای شي ، چې په لاس کې څه ولري .

او پر دې راته زموږ ګران پیغمبر علیه السلام هم امر کوي ، په  مسلم : 2/703 کې د ابو هریره رضي الله عنه په روایت سره فرمايې : چې الله طیب (پاک) دی ، نه قبلوي ، مګر طیب (پاک) ، الله مومنانو ته داسي حکم کړی ، لکه انبیاو ته ، او الله تعالی وايې : اې روسولانو ! حلال خورئ ، او نیک عمل کوئ ، او مومنانو ته وايې : چې تاسو پاک خورئ له هغو نه چې ما تاسو ته رزق درکړی دی ، بیا رسول الله د یو سړی یادونه وکړه ، چې په اوږده سفر روان وي ، خړ پړ په ګردو لړلی وي ، اسمان ته يې لاس اوچت کړي وي ، او وايې : یا رب ! یا رب ! په داسي حال کې چې خوراک ، څښاک ، جامه او غزا يې له حرامه وي ، نو څرته به يې دعا قبوله شي !

د روښتوني او امین تاجر په هکله نبي صلی الله علیه وسلم د ابو سعید خدري رضي الله عنه په روایت سره فرمايې : روښتنی او امین تجار به د نبیانو ، صادقینو او شهداو ملګری وي . ترمذي :3/507.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د