افغانستان

هلمند: د حکومت او طالبانو په ګډه همکارۍ تړلي ښوونځي پرانیستل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدلي، چې په دغه ولایت کې به ټول تړلي ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د هلمند د پوهنې ریاست یو کارکوونکي داود افغان پر خپل فېسبوک لیکلي، چې ۱۳ ورځې وړاندې د هلمند ځايي طالبانو ورسره اړیکه ونیوله، چې د پوهنې اړوند موضوع باندې سره ګډه ناسته وکړو او یوې هوکړې ته سره ورسېږو.

«له نن څخه ۱۳ ورځي مخکي د طالب وروڼو د پوهنې لوړ مقام اړيکه ونيول او د هلمند يوې سيمي ته يې د راتګ په اړه د تياري د نيولو او د خپلو مسولینو د خبرولو خبر راکړ.»

نوموړي نه دي ویلي، چې له طالبانو سره یې ناسته د هلمند په کوم ځای کې شوې؛ خو د ناستې د پرېکړو په اړه یې بشپړ جزییات خپاره کړي دي.

«د مدارسو، مکاتبو او ټولو اداري تعمیراتو حفاظت، د ټولو تړلو مدرسو او ښوونځيو بيا پرانستلو په اړه د بشپړې همکارۍ ډاډ، په کامل اطمينان سره نظارت، د هر ډول ودانيزو پروژو پلې کولو ته اجازه، د معارف د ټولو غصب شويو ملکيتونو بيا خلاصول او معارف ته تسليمول، د معارف د نصاب د تدریسي کتابونو او قرطاسیې ډاډه انتقال، په لري پرتو سيمو کې د ټولو همکارو موسساتو لخوا د زده کوونکو لپاره د ټولګيو تاسیس ته اجازه او داسي نوري مادي شاملي دي.»

د افغان په قول، له دې وروسته د ښوونځیو او دیني مدرسو د تړلو هېڅ پلمه نه ده پاتې او که څوک د ښوونځیو او مدرسو د پرانیستلو سره مخالفت وکړي؛ نو طالبان به ورته سزا ورکړي.

«اوس نو د ټولو تړلو ښوونځيو او ديني مدرسو د بيا پرانستلو په اړه له بهانې پرته هيڅ خنډ موجود نه دی، آن په تړون کې داسي ذکر شوی دی چې؛ که ددوي تر لاس لاندې سيمو کې هر نظامي يا ملکي کس د ښوونځی بيا پرانستلو په اړه خنډ جوړوي د هغوی لخوا په سزا ورسيږي.»

داود افغان د پوهنې وزارت، نړیوالو موسسو او نورو خیریه ټولنو څخه غوښتي، چې په ټول هېواد کې دې د تړل شویو ښوونځیو په بیا پرانیسته کې هلې ځلې وکړي او خپل رسالت دې اداء کړي.

«نور نو د ټول هېواد د تړلو تعليمي مراکزو د بيا پرانستلو طلايي فرصت ايجاد شوی، د پوهنې جلیله وزارت مقام، مرستندويه موسسات او نور خير غوښتونکي بنسټونه دي په دې مقدس جهاد کې خپل رغنده رول ادا او د هېواد د زده کړو څخه ټولو ۳ ميليونه محرومو ماشومانو ته پوهنې رڼا په رسولو کې خپل اسلامي او ملي رسالت ادا کړي.»

نوموړي له طالبانو هم مننه کړې، چې د پوهنې له روان بهیر سره یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې همېشه مرسته کړې او د بریالیتوب دعا یې ورته کړې ده.

«زه د خپل کارنده ټيم په استازيتوب د طالب وروڼو لخوا د پوهنې د روان بهير سره د همېشنیو او بې درېغه همکاريو څخه غرونه، غرونه مننه کوم، او په دې سپېڅلې لاره کې يې د بري هيله کوم.»

د هلمند د پوهنې ریاست داسې مهال له طالبانو سره هوکړې ته رسېږي، چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ښوونځیو څارنه طالبان کوي.

طالبانو د پوهنې وزارت د نصاب له څو کتابونو پرته نور ټول په خپلو سیمو کې منلي او کلکه څارنه یې کوي.

هوکړه لیک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x