افغان ( (Afghan

عطا محمد میاخېل

دافغان کلمه دلرغوني افغانستان د اوسیدونکو له پاره له پخوا راهیسې دود ده .

د پښتون کلمې په ډیرو ځایونوکې په مترادفه توګه کارول شوي دي ، د پښتون کلمه د ( پکت ) او ( پکتویکي ) له مفاهیمو څخه اشتقاق شوي ،

(پکتویکي ) یوولس ګونو اریایي ټبرونو څخه یو ټبر دی چې د پښتون له کلمې سره سمون لري دغه مطلب د پروفیسور ډورن ( Dorn  ) په اند ، د هیرودوټ په کتاب کې Istorii کې راغلی دی او ویلي یې دي چې اوسنی پښتون او افغان د هم هغه ( پکت ) له کلمې څخه جوړ شوي دي .

د هیروډوټ  ( Herodotus ) په ارزښتمن اثر د ( ګندهارا رپوټ ) کې راغلي دي چې د ( کسپاتورس ) ښار یعنې ( پیښور ) په دغه پکتویکي کې موقعیت لري .

پروفیسور ګاردون Gordon  هم دا مني او تاییدوي چې پښتانه د ( پکتیکوس ) یا

(پکتویس ) له نسله دي په لرغوني شرقي آثاروکې معمولا د ( افغان ) او ( پښتون )

ترمینځ کوم توپیر نشته ، دا ځکه چې ددغه ټاټوبي اوسیدونکي ټول پښتانه ( افغان ) ووکړ دا په دې مانا چې اصل اساس ددې کلمې له پاره هماغه آریایي د ( پکت ) یا

( پکتویکي ) ټبر موجودیت دی موږ د ( پښتون ) او د ( افغان ) کلمې یو دبل څخه نه شو بیلولای ، خودا جوته ده چې پښتنو قومونوځان ته (افغان ) ویل ، او پښتون قوم یې د افغان په نامه پیژانده ، دې خلکو خپله نظریه په دې بنسټ قایمه کړې ده چې پښتون افغان دی ، او دا لفظ د ټولو پښتنو له پاره استعمال شو . دې نامه دومره پراختیا او عمومیت وموند چې د ټول پښتون قام نوم وګرځید او هغه ټول خلک دافغان په نامه مشهور شول افغان د پښتنو یو ملي نوم دی نه قومي او تاریخي د پروفیسور مورګان سترن په عقیده ( افغان ) ددغې اصطلاح نوې بڼه ، او پښتون یې کلاسیکه بڼه بولي ،

او پختون ( پښتون ) د شمال ختیځو سیمو د اوسیدونکو د محلي ګړیدو لهجه ده دی هم د ( بیلي ) په شان تاییدوي ، چې kht ( خت ) وروستی دیالکتیکي شکل دی ، او sht

( شت احتمالا هم د یونان kt نه دی منل شوی او په دې دلیل د دغو آوازونو ورته والی او یووالی ردوي ، خو دا څرګنده ده چې پښتون (پختون ) له ( پکتیوس ) سره ګډه ریښه او ټینګه اړیکه لري هنري بیلو هنري لوونتال ، اولف کارو او داف اینډیا سروې مؤلف جورج ګریرسن ، د هیرو ډوټ د ( پکت ) ، ( پکتیوس ) او پکتویک ( پکتیا ) او ( پختویس ) په عبارتونو کې دا الفاظ په ترتیب د نننۍ ( پختونخوا ) او ( پښتون ) د کلمو معادل بولي ، ځومره چې معلومه ده د ( افغان ) کلمه د ( اوغان ) له کلمې نه معربه ده چې د اسلام او عربو په دوره کې د ( اوغان ) پر ځای د لیکوالو له خوا لیکل شوې ده ( او غان ) یا ( افغان ) د پښتنو د ټبر ډیر پخوانی نوم دی چې د پکت یا پښت یا پښتون مترادف دی او د پښتنو د ټبر له پاره له پخوا نه استعمالیده یوه پخوانۍ آریایي کلمه ده ، دغه کلمه د ( افغان ) په بڼه هم راغلې او بیا یې زیات شهرت او پراختیا موندلې ده .

دا شهرت دومره زیات او عام شو ، چې دا نوم په دوولسمه هجري پیړۍ کې د افغانستان د ټولو پښتنو او نورو اوسیدونکو نوم وګرځید ، د ( افغان ) د لفظ په باره کې د یو شمیر څیړونکو عقیده داده چې دا تر ټولو د مخه دایران د ( نقش رستم ) په هغې کتیبې کې راغلی ده چې په درېیمه میلادي پیړۍ کې د ساسانیانو د یوه واکدار ، لومړي شاه پور په هدایت او حکم په پارتي او یوناني ژبو لیکل شوېده

( د شپرنګ لنګ ) یا ( د شیر نګ لن ) په خپلې هغې مفصلې لیکنې کې چې سرلیک یې ( لومړی شاه پور د زردشت په هدیره باندې ) دی ، د دغې کتیبې د تشریحاتو په ترڅ کې یو ځای لیکي چې دی ، د دې کتیبې د ( ابګان ) یا ( او ګان ) کلمې ته د معاصر ( افغان ) له نامه نه بل غوره معادل نه شي پید اکولای ځینې نومیالي پوهان بیا په دې عقیده دي ، چې د (افغان ) نوم د لومړي ځل له پاره یوه لرغوني هندي منجم

( وراهه میهیرا ) د ( او ګانه ) په بڼه یاکړی دی .

( اچ کرن ) چې ( بړان سنهتیا ) یې ان په کال 1348ش ( 1869م ) کې په انګریزي ژباړلی دی د ( اوګانه ) لفظ یې د ( افغان ) په بڼه لیکلی دی ، دا داسې مانا لري چې

( کرن ) بیخي باور درلود چې د ( وراهه میهیرا ) داو ګانه لفظ د افغان سره کټ مټ یوشی دی .

( جورج ګریرسن ) هم وایي چې د وراهه میهیرا د او ګانه لفظ په ډیر ډاډ سره د

( افغان ) له کلمې سره یو شی  ګڼل شوی دی .

( الکساندر کننګهم ) د هند په لرغونې جغرافیه کې او پوکین یا ( افغان ) تر سر لیک لاندې یوازې یو ځل په یو لنډ عبارت کې یاد کړی دی او دهغه موقعیت

( Fa-La-na) لمنه یعنې (بنو ) او غزني تر مینځ د بنو شمال لویدیځ او دغزني جنوب لویدیځ ته ښودلی دی ، کننګهم خپله پدې باور دی د هیوتسنګ د ( اپوکین ) مطلب هرومرو افغان دی ، ځکه د چیني ژبو په هیجایي حرکاتو(سیلابونو) کې د (افغان )

لفظ له دې په زیاته څرګند تیا نه شي ادا کیدلای دا دافغانانو تر ټولو نه لرغوې یادونه ده د اخون درویزه محزن الاسلام کې هم د پښتون د کلمې یاد په کراتو شوی دی ، د

( ابګان ) او ( اوګان ) له پاره معاصر ( افغان ) پرته لیکونکي کومه بله غوره کلمه نه شي موندلای نو ټولو هغه کلمې چې په لرغوني حالت شته دي ، د ( افغان ) کلمه ترې نه اشتقاق کیدای شي ، که د ساساني عصر ( ابګان ) او ( او ګان ) ته اعتبار ورکړو ، نو په هغه صورت کې به دا ډیر لرغونی سند وي ، چې دغه نوم پکې یادشوی او دمیلاد ي درېیمې پیړۍ نه را وروسته د استعمال ځای لري ، ترکومې اندازې چې معلومه شویده د ( افغان ) کلمه د لفظ ( اوغان ) نه معربه ده چې په اسلامي دوره کې

د مورخینو له خوا د پښتنو له پاره کارول شویده ، ابو نصر عبدالجبار العتبي په تاریخ یمني کې په څرګند ډول دا لیکي چې په (افغان ) کې د ( اوغان ) تعریب دی  په اسلامي مؤرخینوکې ابوریحان البیروني ، فردوسي ، طوسي ، ابوالفضل بیهقي ، منهاج السراج، او داسې نورو مؤرخینو هم د افغان نوم بیا بیا د دې خلکو

( پښتنو ) له پاره استعمال کړی دی سره له دې په اتمه هجري پیړۍ کې داسې مؤرخین هم وو چې هغه لرغونی لفظ ( او غان ) یې استعمال کړی دی ، لکه ظفرنامه، ملفوضات تیموري ، مطلع السعد ین او نور سنسکریت په لرغونو لغاتو کې

د ( اب ګاین ) دیو داسې قوم دپاره استعمال شوی چې موسیقي نه لري ، احتمال لري چې دا لفظ د پښتنو لپاره استعمال شوی وي او وروسته به هم دغه لفظ د زمانې په تریدو سره په افغان اوښتی وي ، مشهور چیني سیلاني هیون تسنګ هم د ( نقش رستم) د کتیبې په شان د کوه سلیمان په لړکې د ( اي ، پې ، ګان ) په نامه د ځینو خلکو یادونې کړي دا ټول لفظونه یعنې ( اسواغان ، اب ګاین ، اپاکان او اي پې ګان ) د لفظ افغان سره ډیر نږدیوالی لري او امکان لري چې د دې لفظونو ریښه هم د ارمني ژبې لفظ ( اوغان ) وي او ددې نه دا قیاس او اټکل کیدای شي چې دلومړي شاه پور په منصبدارانوکې په دې لفظ ( اوغان ــ ابګان ــ افغان ) موسوم ځینې خلک موجود وو ، او دانوم به په اغلب ګمان دوی د خپلې غریزولې علاقې په وجه ایښی وي ، عبدالحي حبیبي دخلکو او عامه ذهنیتونو د روښانولو په خاطر ، او دهغوی د سمې لارښوونې لپاره ، دشک او تردید د ورکولو په خاطر د ( افغان ) کلمه ښه را څیړلې ،او وایي چې د ( افغان ) یوزر و اوسوه کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو ، شواهدو او لاسوندنو په رڼا کې لري دا فغان کلمه چې اوس دافغانستان دټولو خلکو ملي نوم دی او داسیا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي او ټولنیزوشرایطو لاند ې یې یو نه بیلیدونکی واحد جوړ کړی او یوغښتلی لرغونی او ملي اصالت لري د افغان نوم په تاریخ کې

اوږدې ریښې لري او په همدې سیمه کې د هلمند او سند د دو لویو سیندونو تر مینځ په همدې نامه همدې خلکو ژوند کاوه ، د افغان کلمه چې تر دا اوسه پورې په علمي آثاروکې لیدل شوېده د هغو ټولو میشتو وګړو نوم دی  چې د تاریخ په اوږدوکې یې په اریانا ، خراسان او افغانستان ژوند کړی دی د افغانانو څانګې او ډلګۍ ډیرې دي ، خو دوی ټول افغانان او د واحد افغان ملت بچیان دي ، مونږ له اسلام څخه د مخه د

( افغان ) کلمې په باب همدا یاد شوی درې لرغوني سندونه لکه :

ساساني ، هندي او چیني لرو او له دې نه وروسته په اسلامي دوره کې ددې نامه یاد د دري او عربي ژبو په آثاروکې په مکرر ډول راځي ، چې ډیر زوړ یاد یې په

‎( حدود العالم ) کې دی ، چې په ( 982م ) د جوزجان دال فریغون له کورنۍ او یا مربوطینو څخه ګڼي لیکلي يې دي ، په دې کتاب کې د عبدالجبار العتبي په تاریخ

( یمني کې ) افغان  د سبکتګین او د ده د کورنۍ په عصرکې په وار ، وار یاد کړی ، ان چې اثیر په الکامل کې هغه د ( ابغان ) په زړه املا هم لیکي ، بیا وروسته نورو مؤرخانو لکه فخر مدبر په ( اداب الحرب والشجاعه ) ، قاضي منهاج السراج جوزجاني په ( طبقات ناصري ) ، حمد الله مستوفي په ( تاریخ ګزیده ) او محمد قاسم

( فرشته ) او نورو هم ( افغان ) او ( اوغاني ) قبایل په وار ، وار یاد کړي دي .

عطا محمد میاخېل د کابل پوهنتون دساینس پوهنځي استاد .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.