نظــر

امر الله صالح ولي د ډاکټر عبد الله حمایت اعلان کړ؟

امرالله صالح د پنجشیر ولایت اوسیدونکی او د کرزی د حکومت په اوله او دوهمه دوره کی تر یو وخته پوری د ملی آمنیت د ریس په توګه دنده ترسره کړیده ،صالح د خلکو په خبره پخپله اداره کی جدی او د کارونو په تر سراوی کی زیارکښ شخص و.

د کابل د آمنیتی وضیعت د خرابیدا او په ډیرو حساسو نقاطو د دښمن د بریدونو له کبله د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو سره یوځای صالح هم له دندی ګوښه او په کور کښینول شوه،

امر الله صالح ډیر ژر میډیا کی څرګند شو او اولسمشر کرزی باندی یی د موقع څخه د نه استفادی تورونه ولګول ، وروسته بیا د یو حزب د جوړولو تابیا یی وکړه او په دی کار کی بریالی هم شو ،د حزب نوم یی رسا کیښود یعنی روند سبز افغانستان چی د صالح په خبره په شلو ولایاتو کی په غیر منظم ډول فعالیت کوی ،له کله چی صالح دغه حزب تاسیس کړ نو دی هم ورسره سیاست ته مخه کړه ،خو په سیاست کی دی هم لکه د نورو سیاستوالو په شان  یو دریځ نه درلود د حالاتو سره رنګ بدلول خو د هر سیاستمدار ګاڼه بلل کیږی.صالح  په میډیا کی کله  دولت او ښاغلی کرزی په ښه یادوی او کله بیا بر عکس.

 دغه شان دو ګانه سیاست صالح د خلکو او په خاصه توګه د افغانستان د لوی قوم پښتنو د حمایت د ترلاسه کولو لپاره د ۱۳۹۳ ه ش کال د انتخاباتو په دوران کی هم وکړ ،صالح په میډیا کی را څرګند شو او هیوادوالو ته یی د یوی ډیری جدی او خطرناک دسیسی خبر داسی ورکړ.

د پاکستان هیواد او په سیمه کی استخباراتی کړی غواړی چی په انتخاباتو کی یو غیر پښتون شخص چی البته ښاغلی عبدالله عبدالله به یی مراد و په انتخاباتو کی د دی لپاره بریالی کړی چی د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژندل شی ، هغه اضافه کړیوه چی څرنګه چی پښتانه نشنلستان دی نو دوی به هیڅکله د ډیورنډ په کرښه سودابازی ونکړی نو ځکه پاکستان به په ډیر شدت سره خپل هدف ته د رسیدلو په خاطر هلی ځلی وکړی ،صالح په خلکو غږ وکړ چی د دغی دسیسی د شنډولو لپاره ټول سره متفق شی ،په دی کار سره خدای شته چی تر ما پوری د ډیرو خلکو په زړونو کی صالح ته ځای پیدا شو او خلکو داسی و بتیله چی ګواکی د صالح په زړه کی اوس هم د وطن مینه خوټیږی.

خو کله چی انتخابات دوهم بړاو ته لاړلی او د عبدالله رایی تر ۴۵ ٪ فیصدو پوری اعلان شوی نو خلک په دی و پوهیدل چی اوس خو صالح سیاستوال شوی دی او هاغه شعارونه یی ټولی د دی لپاره وی چی که کوم پښتون انتخابات وګټی نو دی به  د خپل دغه شعار څخه د امتیازاتو غوښتنه وکړی څکه چی صالح پوهیږی چی پښتانه اکثریت دی او له دوی څخه څوک نه شی ګټلی ،خو کله چی خبره سر چپه شوه او د عبدالله رایی زیاتی شوی صالح هم رنګ بدل کړ او په خپل پاڼه یی داسی ولیکل

 بنام آفریدگار همه چیز و همه کس :

موقف روند سبز افغانستان (رسا) در دور دوم انتخابات ریاست جمهوری :

بعد از مشوره های زیاد با ده ها هزار نفر از اعضای سازمان که از طریق مستقیم و غیر مستقیم صورت گرفت ما به این نتیجه رسیدم که باید در دور دوم انتخابات ریاست جمهوری موقف بی طرفی را کنار گذاشته و از نامزدی محترم دوکتور عبدالله عبدالله حمایت نماییم. روند سبز افغانستان (رسا) تشکیلات غیر متمرکز دارد و فعالان آن در هسته های کوچک و بزرگ در 20 ولایت افغانستان فعالیت دارند. تمامی این هسته ها از تصمیم سازمان حمایت نموده و از آن واقف اند. به اساس این فیصله ، روند سبز افغانستان (رسا) در بخش نظارت ، آگاهی دهی ، کمپاین گروهی، کمپاین خیابانی و خانه به خانه نقش ایفا خواهد نمود. تقویم فعالیت های انتخاباتی روند سبز افغانستان در حمایت از دوکتور عبدالله عبدالله تا چند روز دیگر نشر خواهد شد. ما با استفاده از تمام نیرو و توان خویش تلاش خواهیم کرد تا با توسل به شیوه های ارزش محور نقش خویش را در تحکیم مردم سالاری و حاکمیت قانون در کشور ادا سازیم. نزدیک به نیمی از 50 هزار عضو روند سبز محصلین پوهنتون ها و فارغین رشته های مختلف اند. این قشر عظیم و با تعهد توقع دارند که با انتقال قدرت، افغانستان بتواند به افق سبز رفاه، همفکری، وحدت ملی واقعی ، رشد اقتصادی و همگرایی واقعی قدم گزارد .

یک انتخابات شفاف و عاری از دسیسه به قوت و استحکام نظام مردم سالار در افغانستان خواهد افزود. با افتخار به پای صندوق های رای خواهیم رفت و با افتخار رای خواهیم داد. دوست داریم این وطن را.

امر الله صالح

اوس مونږ غواړو له صالح صاحب څخه دا پوښتنه وکړو چی رسا په کومو تګلارو او برنامو له ښاغلی عبدالله څخه حمایت وکړ؟  ستاسو په پاڼه کی هم واضح شوی نه ده چی ولی له عبدالله حمایت کوی ؟ ستاسو دا اعلان هم لکه د ښاغلی عبدالله د برنامو په شان ګونګ دی ، صالح صاحب دا فیصله مو د دی لپاره وکړ چی د سمت او ژبی مسله وه یا د عبدالله رایی مو زیاتی ولیدی؟ که داسی نه وی نو تاسو اوس څنګه پاکستان سره ستاسو د وینا مطابق په هغه شوم پلان کی مرسته کوئ چی له مخی به یی ډیورنډ د تل لپلره د پاکستان په غیږ کی وراچوی ؟

محمد رفیع یادګاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x