fbpx

د کرکټ لوبه او امریکایي اعلانات

ځیږ افغان

کرکټ لوبه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې پیل شوې وه،په وروستیو لسیزو کې یې ډير پرمختګ کړی او له ځینو جانبي عوارضو سره سره د جنګ ځپلیو افغانانو لپاره یو خوښۍ بښونکې بوختیا بلل کیږي. چې یوه شیبه د غمجنو هیوادوالو ذهنونه له جګړه ایزو اندیښنو او غمونو په بله کړي او د ملي ویاړ او یووالي له احساس سره سره خوشالي هم وروبښي.

په اوسني پاشلي افغانستان کې کرکټ یوازینی څه دی چې تر ډیره بریده ټول افغانان ورباندې د نظر اتفاق لري. کله چې افغان ملي پوشان له نورو هیوادونو سره لوبه لري نو موږ په فیسبوک باندې وینو چې طالب پلوي، حکومت پلوي او د هر سیاسي جهت سره تړاو لرونکي په یو شان د افغان لوبډلې د بریا دعاګانې کوي او د راشد ارمان جادویي بالینګ او رحمت شاه ښکلي بیټینګ ته یو شان چکچکې وهي.

په دې ورځو کې له زمبابوې هیواد سره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبې پیل کړې دي چې د افغان اولس خصوصا ځوان نسل تر منځ یې د هیجان او خوښۍ توپان را الوزولی، له فیسبوک تر ټویټره او حتی د کلي د پیتاوي تر مجلسه د کرکټ د بریاوو خبرې خوله په خوله کیږي.

مګر نن ورځ چې زموږ هیوادوالو د یک ټیلویزون له لارې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د لوبو د لړۍ دریمه لوبه کتله، د لوبې په منځ کې بیا بیا هغه جنګي اعلانات په مکرر ډول نشریدل چې د امریکایي ځواکونو یا غوڅ ملاتړ د قومندانۍ لخوا ترتیب شوي او یک ټیلویزیون یې د پیسو په مقابل کې نشروي.

د نننۍ لوبې په جریان کې به لوستونکو کتلي وي، چې هلته به د لوبې په میدان کې د خوښۍ صحنه راغله، نندارچیانو به د خوښۍ چیغې پورته کړي، خو ورپسې به سمدستي د دلخراشه وژونکو صحنو اعلان، چې خلک به په وینو کې لت پت پراته و، راښکاره شو. ورپسې به له داعش، طالبانو او داسې نورو ډلو سره د امریکایانو د جنګ خبرې راغبرګې شوې، او د اعلان بوږنوونکو صحنو به د کرکټ ټوله خوښي په اوبو لاهو کړه.

تیره ورځ د ازادۍ راډیو د راپور له مخې د خوست ولایت او یو شمیر نورو سیمو خلکو رسمي احتجاج وکړ چې په ټیلویزنونو کې دې داسې دلخراش اعلانات نه خپریږي. ځکه د اولسي خلکو په روحیاتو بد اغیز کوي. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه اعلانات د امریکایي ځواکونو لخوا ترتیب شوي دي او دنامعلوم هدف لپاره په شخصي ټیلویزنونو کې خپریږي.

د کارپوهانو په وینا د دغسې بوږنوونکو صحنو خپرول په نوره نړۍ کې جرم بلل کیږي. ځکه د لیدونکو روحیات زخمي کوي او حتی ځینو خلکو ته رواني امراض پیدا کوي. په دې اعلاناتو کې ډیری دلخراشې صحنې حتی له افغانستان سره تعلق هم نلري، د سوریې او نورو سیمو د ملکي تلفاتو صحنې دي چې امریکایان غواړي د  مخالفینو د ځپلو او بدنامولو لپاره ترې استفاده وکړي.

د کرکټ د لوبو په حساسو شیبو کې د دغسې اعلاناتو بیا بیا خپرول په روحي ناوړه اغیزو سربیره شاید بله دا ناوړه پایله هم ولري چې په دې سره به د کرکټ لوبه هم د یوې سیاسي وسیلې رنګ واخلي او دغه د اولس ګډه خوښي به هم په سیاست او سیاسي تبلیغاتو الوده شي.

همدا اوس د افغانستان شاوخوا پنځوس فیصده سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي. د طالبانو په سیمو کې هم کرکټ په ازادانه شکل جریان لري او د ملي لوبډلې ډیر کسان هغه دي چې له کلیوالو سیمو راغلي او کرکټ یې هلته زده کړی دی. که چیرې د کرکټ لوبه د امریکایانو او یو شمیر ټیلویزنونو لخوا د سیاسي اهدافو لپاره کاریږي. شاید د دولت مخالفین هم غبرګون ته اړ کړي چې بیا به یې زیان ټول کرکټ ته متوجه وي.

د افغانستان کرکټ بورد او د دې لوبې ټول مینه وال باید د یک ټیلویزیون په شمول ټول هغه جهتونه دې ته مجبور کړي چې له کرکټ څخه له دغسې ناوړه استفاده لاس واخلي. او د کرکټ سوله ایزه لوبه د جګړې په تبلیغاتو او د نفرت په اعلاناتو آلوده نکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وروره یو عرض! ځینی څیزونه شته چه یو څوک ئې د مخالفت کولو حق لری. د انسانیت او فطرت او عدالت او نیکی او هیواد او هیوادوالو او عامه فرهنګ او دین او مذهب او نورو معنوی ارزښتنو په وړاندی دښمنی یو نه بخښونکی جرم دی خو: د کریکټ په وړاندی کرکه کوم جرم ندی. کریکټ د انګریزی استعمار یو منحوس سوغات دی چه زموږ سرزمین ته رالېږل شویدی البته دا زما شخصی نظر او سلیقه ده. ټول هغه هیوادونه چه د انګرېز تر وزر لاندی دی، کریکټ پکی سخت رواج لری. دېرش څلوېښت کاله مخکی زموږ خلګو اصلاً د… نور لوستل »