
شنه چادري حجاب دی او که قفس؟
احمد جنید مبارز
اې خوري! حوصله وکړه لیکنه تر پایه ولوله . ايا د خپلي ابرو، عزت او حياء له قېمت څخه خبره يې راځه پوه سو، چي ستا عزت او ابرو څومره قېمت لري؟!
اې خورې! تاته د زده کړي په ډګر او د ضرورت په ځايونو کي، چي له کوره وځې، کوم لباس تر ټولو ډاډمن او خوندي دی؟!
راځه د يوې افغاني حياداري خور د خولې خبري واورو چي په افغاني ټولنه کي ځان ته کوم وړ جامې خوښوي او د سکون او ډاډ احساس پکښي کوي.
دا مسلمانه خور وايي: (ځيني ځوانان او غرب مېشتي مېرمني پر افغاني دوديز لباس او حجاب نيوکي کوي، چي مېرمني له سره تر پښو پکښي مستوري وي. دغسي حجاب ځينو د ښځو لپاره سپکاوی او ځينو قفص بللی دی، زه له هغو سره له اسلامي او ټولنيز لحاظه نه ږغېږمه، زه د يوې مېرمني په توګه دوی ته د زړه حال وآيمه: زه کوم حجاب خوښوم؟!
هغه حجاب چي زه د ارامۍ احساس پکښي وکړم او د خلکو نظر له ځانه واړوم، زما دوديز حجاب برقه( شنه چادري) ما تل له ځناورو سترګو ژغوري. هر کله مي چي سترګي له حجابه را اېستلي دي د خلکو خبري را پسې سوي دي، هر کله مي چې کوټي برقع ( توره حجاب) کړی ده خلکو څارلې يمه ځکه نو ماته دا تور لباس (برقع) تر ډېره يوه فېشني جامه ده نه حجاب.
زما ښکلا زما له مخ ( څېرې) څخه څرګندېږي زه نه غواړمه چي زما ښکلا نامحرم ته څرګنده سي زما دوديز حجاب هم اسلامي دی هم کلتوري.
په دغسي يو ټول منلي لباس او حجاب زه د ټولني تر نظره با عفته او سنګينه اېسمه! نو زه له داسي يو ټول منلي کلتوري ارزښته سرغړونه نه کومه، او څوک چي زما مخ له حجابه باسي هغوی زما د ښکلا وږي دي، هسي يې اسلامي حجاب بهانه ګرځولی ده).
اې خويندو! د دې خور د زړه خبره مو د زړه په غوږونو واورئ څومره ښکلی حقيقت يې ويلی دی، دا واقعيت دی چي تور حجاب هغه چي سترګي ورڅخه معلومېږي يا سترګي هم پکښي پټي وي په رښتيا د نارينه و توجه جلبوي او يو فېشني لباس دی، نو که غواړې ځان مستوره او له وږيو سترګو خوندي وساتې نو شنه چادري له ټولو غوره، خوندي او ډاډمن لباس او حجاب دی.
خوري! که ته دا لباس ځان ته عار او قفص بولې نو بيا به خامخا د بازار په کوڅو او واټونو کي ځناور صفته انسانان درته سترګي په لار وي او ستا د داړلو د موقع انتظار به کوي، ته په دې پوهېږي، چي دا بشري ليوان دي او ستا څېرولو ته څومره بېتابه دي، ستا په نازو او نخرو تګ او له نامحرمو ځوانانو سره ستا تليفوني اړيکي به خامخا يوه ورځ ستا عفت در څخه لوټ کوي.
ستا همدغه عفت دی چي ته ورباندي ژوندی يې، ته ورباندي وياړې، اوته ورباندي د برم څښتنه يې، د دغسي لېوانو له کبله د ښځي د عفت داړل هغې ته تر دې سخت دي، چي سل ځله ومري. دوی ستا په نسبت څه تمه لري؟ قسم په الله ځيني فاسق او فاجر ځوانان به دا وايي، چي موږ په يوه انجلۍ کي د اخلاقو او ادب پلټنه کوو، په مختلفو اسلوبو له هغې سره خبري، ليدني، کتني تبادله کوي، د پاکۍ او ريښتونې ميني وعدې ورکوي، زه بيا هم د الله پاک په سپېڅلي نامه قسم خورم، چي دا ټول درواغ وايي غدر او خيانت کوي، دغه ټولي خبري فقط ستا د عفت د څېرلو لپاره سريزه او مقدمه ده، که د دې ځوانانو ځانګړي مجلسونه او خلوتونه وګورې نو توبې به وباسې!
خوري! بخښنه غواړم لږ وړاندي ولاړم ترخې خبري مي وکړي خو قسم په خدای د اوښکو په بدرګه يې درته ليکم، هره ورځ له راډيو ګانو اورو چي په ښارياتو کي د نجونو د ازارونو کچه لوړه سوې، په يوه ریپوټ کي مي واورېدل، چي نهه پنځوس په سلو کي نجونو ته جنسي زوروني په خپلو کاري دفترونو کي متوجه دي او نهه څلوېست فيصده بيا له دفتر څخه د باندي په لارو او کوڅو کي متوجه دي، ايا دا به د اصيلو مسلمانانو لپاره څومره دردوونکې خبر وي، چي د غزنوي او ابدالي بابا په وطن کي دي داسي حال وي، او دې ته فکر ده چي دا ګوره جنسي زوروني دي نه هغه چي په خپله خوښه تر سره کېږي، څومره دردوونکی حالت دی، قسم په خدای خوري! اسلامي امت به ستا بې حجابي، ناز او نخرې نور هم د تباهۍ کندي ته غورځوي، که ته د غرب په اشارو ګډېدې او غربي کلتور ته دي هر کلی وايه، نو په خپلو لاسو د اسلامي امت د عزت اوحياء مرۍ خپه کوې!.
خوري! ايا دې ته دي پام دی، چي په لوی لاس د خپل رب، دين او ناموس د دښمنانو چوپړ کوې.!
زما خوري! نور ته، ستا وجدان او ایمان سره پرېږدم تر څو د خپل ژوند په اړه فکر وکړې، چي په څه طريقه يې تېر کړې، او اسلامي امت ته څه کوې! ايا شاته يې ستنوې؟ او که د پرمختګ او لوړتيا لپاره يې کار کوې؟!